افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غنم رنګه جينئ
غنم رنګه جینئ
كله چي مخي ته مي راشي كومه دنګه جينئ
ماته راياده شي ده كلي غنم رنكه جينئ
هغه شیبه دي مازدیګر مي تل په زړه وریږي
چي به روانه شوه ګودر ته ړنګه بنګه جينئ
ما یی ده حسن تماشه کړه بی اختیاره شوم
پاس په بلئ باندي ولاړه وه ګلرنګه جينئ
شي ورپه زړه د مسافر لالي خواږه یادونه
دیوال ته کیني په سلګو شي لکه ګونګه جينئ
نوري ددې انځور ته ګوري خپل سينګار جوړوي
له خپل ښايست نه ناخبره وه ملنګه جينئ
چي په يورپ كي نن د حسن ملكه يادیږۍ
زمونږ په كلي كي ترټولو وه بدرنګه جينئ
حسن پرست خروټي وایي داسي هم شي کیدای؟
جي هم شراب وي,هم مستئ وي ,او هم بنګه جينئ