د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

غنم رنگه جينۍ



كله چې مخې ته مې راشي كومه دنګه جينۍ
ماته راياده شي د كلي غنم رنګه جينۍ

هغه شېبه د مازدیګر مې تل په زړه ووریږي
چي به روانه شوه ګودر ته ړنګه بنګه جينۍ

ما یی ده حسن تماشه کړه بی اختیاره شوم
پاس په بلئ باندي ولاړه وه ګلرنګه جينئ

شي ورپه زړه د مسافر لالي خواږه یادونه
دیوال ته کیني په سلګو شي لکه ګونګه جينئ

نوري ددې انځور ته ګوري خپل سينګار جوړوي
له خپل ښايست نه ناخبره وه ملنګه جينئ

چي په يورپ كي نن د حسن ملكه يادیږۍ
زمونږ په كلي كي ترټولو وه بدرنګه جينئ

حسن پرست خروټي وایي داسي هم شي کیدای؟
چي هم شراب وي، هم مستي وي، او هم بنګه جينئ
 

د شاعر نور شعرونه ←