د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

قلنګ

 زه نه شراب غواړم نه بنګ غواړمه

بس د جانان د سترګو جنګ غواړمه


په سينه پروت دئ لونګين دې جانان
زه هم هغه لاچي لونګ غواړمه

 
راځئ چې واچو اتڼ ځوانانو
زه هغه ډول او هغه ډنګ غواړمه

 
غروکې ګونګئۍ شوې کوچيانۍ سندرې
هغه شپيلۍ هغه اهنګ غواړمه

 
د نفاق تخم چې کري په موږ کې
د هغو کور اوکلئ ړنګ غواړمه

 
زه هیڅ په نورو ژبو خوښ نه يمه
ښکلي پښتو ښکلائ فرهنګ غواړمه

 
وطن که جوړشي بل ارمان نه لرم
د ليلا سپينه خوله قلنګ غواړمه

 
سيد شاه به ستا دديد ن لارې څاري
څومره که لوړ وي ها کړنګ غواړمه

 

لندن

د شاعر نور شعرونه ←