د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

اختر

 اختره جلوه ګر شوې په معنا دی نه پوهیږم

غمونو سره راغلې په خندا دي نه پوهیږم

 

ژړا مي ده په برخه ,دا مي برخه ازلي ده

دا ته ولي ژړیزې په ژړا دي نه پوهیږم

 

چي درومې تا سره وي خوشحالي او خنداګاني

دموږ په لور چي راشې په غوغا دي نه پوهیږم

 

دا زما سترګي کمزوري شوې که ته ويران ويجاړ شوې؟

خړپړ راته ښکارېږې په ښکلا دي نه پوهیږم

 

اختره مروره کله موږ په لور هم راشه

په څه به راپخلاشې په رضا دي نه پوهیږم

 

پرهر مي درته ویړ وولو چي ته به یې درمل شې

زخمونه دي ناسور کړل په شفا دي نه پوهیزم

  

خروټی سيدشاه به ننواتي درولمه

 ګناه کړه ور په ګوته په سزا دي نه پوهیږم

د شاعر نور شعرونه ←