پښتو ادب · شاعران
حميده پکتيانۍ
د د اغلۍ حميده پکتيانۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
حميده پکتيانۍ دپکتيا لايت دسيد کرم ولسوالۍ دچينو دکلي اوسېدونکې چې اوس دپښتونخوا په زړه پېښورحيات آباد کې دژوند شپې ورځې تېروي . پنځلس کاله وړاندې دمهاجرت په ديارکې په پېښورکې زېږېدې دى.
پكتانۍ اوس مهال په حيات آبادكې په درسونوکې بوخته ده اوپه څنګ كې يې ديني زده کړې هم کوي . له شعر سره يې له کوچينوالي څخه مينه وه . کتابونه به يې لوستل دډېرو شاعرانو کتابونه به ورسره وه.
اغلې پكتانۍ سره په شعرکې خپل دتره زوى کريم هيله من مرسته کوي ،خپله کريم جان ډيرکم شعروايي خو له اغلې پكتیانۍ سره ډيره مرسته کوي.
دپكتانۍ شعرونه ورته سموي. اغلې پكتانۍ وايي چې آزاد شعر ډېر خو وركوي خو ډېر يې آزاد شعر نه دى ليكلى. اغلې پكتانۍ وايي چې يوه ټولګه يې خپرېدوته چمتوده خو تراوسه نه ده خپره شوې. چې نوم يې هم لاتراوسه دې ټولګې لپاره نه دى خوښ كړى.
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اوس دې په يادونو باندې بره شوم
سر تر پايه جوړه لکه زغره شوم
نشوه ګوزاره مې د لېمو اور کې
اوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم
اوس د لېونتوب له جاله وتې يم
پويه شومه، لويه شومه، ستره شوم
ستا له سادګۍ سره اشنا نه وم
هاغه ورځ زه هسې مروره شوم
ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړې
نن درباندې ډېره زوروره شوم
اوس به دې له ډېره غمه مړه ومه
ښه شوه په زړه باندې ډبره شوم
ټولو مجاهدو بېعـــــت راکړلو
دوی مې شول لښکر زه سر لښکره شوم
رابه وړمــــه ســــوله افغانانو ته
خاورې پکتيانۍ سپينه کوتره شوم.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
پېغله يمه شرنګ مې دبنـــــــــــګړو له مېنځه باسمه
غشــــــــــــي دبڼو مې د زړګو له مېنــــځه باســــمه
سترګو ته مې ستا دانوراني مخ سيوری سيوری شي
نوم دې که هر څومره دمغزو له مېنــــــــــــــځه باسمه
خدايه ته زما له دې احساسه ســــــــــــوله جوړه کړې
خدايه افغانان مې دجګړو له مېنــــــــــــــــــــځه باسمه
چا چې خپل احساس دبل په وينـــــــــو لمـــــبولی وي
دغسې ځوانان د پښتنو له مېنـــــــــــــــــــــځه باسمه
نه مې وژني ، ماد پېغلتـــوب احساس مانــــــــــه وژني
سپين وېښــــته بيا ولې دکمڅو له مېنځه باســــــــمه؟
بيا بـــــه مې (کاروانه ) په غزلو کـــــــــې مزه نــــه وي
خدای دې نکړي تا چې د مصرعو له مېنځه بـــــــــاسمه
څـــــــرنګه به ماتــــې ددستــــــــــور دا زولنې کــړمه ؟
څرنګه به ځان دسرو لمبو له مــــــــــــــېنځه باســـــمه؟
ځانته ګوزاره زه پکتيـــــــــــــــانۍ کولی نه شـــــــــــمه
ستا په نوم توبه مې دتوبو له مېنځه باســــــــــــــــــــمه
ګلاب ګلاب جانانهبشپړ شعر ولولئ
ګلاب ګلاب جانانه
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
کله ناکله راته دومره خوږشې
چې ستا په ياد کې شونډې وچيچيمه
مينه داستا په يوه ګلاب وکړمه
مهينې شونډې ترېنه دومره واخلم
چې ټول خولې خولې شي
لکه يتيم په اوښکو ولمبيږي
خو کله کله داسې هم وشي
چې ستا ګلاب شونډو ته وژاړمه
داستا جفا راياد شي
اود ازغيو جامې واغوندمه
ستا له نازک ګلاب ګلاب بدنه
داسې راتاوه شمه
چې درقيب ګوتې هم ورېبمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ساز يمه، سرود يمه، شپــــېلۍ يمه
سُريمه، سنــــدره غرنــــــۍ يــــمه
ستا لپاره خدای پاک پـــــيدا کړې يم
ستا لپـــــاره مړه يمه ژوندۍ يـــــمه
راشمـــــــه له تا نه مــــــينه وغواړم
نه پوهېږم دا څـــــــــــه لېونـــۍ يمه
ستــــــا رڼا زما رڼا تـــــــه نـه رسي
ګله ته يې ستوری زه سپوږمۍ يمه
منځ کـــــې د ديوانو سختــه ګېره يم
زه د قـــاف د غرونو ښاپېــــــرۍ يمه
لاس بـــــه تر قـــــيامته له تا وانخـلم
ټينګه په خپل قول پکتــيانۍ يــــــمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
په هر لور باندې چې ځمه درنـــــــږدې شم
نه پوهېږم له کوم غمــــه درنـــــــږدې شم
د نفرت اومحبت خپـــــــــــلوي تــــــه ګوره
ستا دلاسه که څـــــومرمه درنـــــږدې شم
نه پوهېږم چې داڅنـــــــګه نـــــزاکت دی؟
زړه چې څو راټـــــولـــومه درنږدې شــــــم
خپلې اوښکې چراغان کړم ستا کوڅه کې
په بڼو باندې يــــــــې وړمه درنـــــږدې شم
دد ستور زولنې ماتې پکــــتـــــــيــــانۍ وي
خوب کې ځکه ښه بې غمه درنږدې شـــم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ستا د ژوند کاروان سره چې مله نه شوم
سُر نه شــــوم، ســــندره او ټـپه نه شوم
وينې وينې ټنــډه په ســـــجدو مــــې کړه
خدايه پاکه بيــــا هـم پرښــــــته نه شــوم
(( ناسته يم له کــــــور څــــــــخه راوزم نه
ځـــــکه پښـــــتنو ته پښــــــتنه نه شوم))
خــاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښو
زر نـــــه شوم، غمی او دُردانه نه شــــوم
خــــوب کې مې ليدل چې دوزخي يـــــــمه
نن شپه ستا په خيال کې چې ويده نه شوم
ما ويل ته مــــې تور د ســـــترګو نه ګـــــڼې
ځکه د رنــــــجو غوندې مېــــــــــده نه شوم
نوم مــې د ادب تــــــــر اســــــــمان لاړو نه
لاړم خـو( ډېوه) او ( بلــــــينډه) نه شــــــوم
اونه څڅــــېدم د بلــــــبل ستونـــــــي نـــــه
داسې يــوه پرُکــــېفه تـــــرانه نه شــــــــوم
اومې کاره ځــــــــان په ډېرو زړونو کـــــــې
حيـــف په يوه زړه کې هم راشنـــه نه شوم
وشولې مـودې تـــــا پسې وتــــــې يـــــم
اوسـه پورې ځــــان ته راستــــــنه نه شوم
څومره مــــــې په يــــــــو وار ورته وکتــــل
وه خدايه (ج) دا څـــــرنګه ړنــــده نه شوم؟
تاو مې د خپل حُــسن د لـــــمر کم و ډېــــر
ستـــا لپاره ټکــــــنده غــــرمه نـــه شــــوم
وســـــــوم پکتيانۍ د حـــــسرت لمر وسوم
ستا د ښکــــلا سيوري تــــــه دمه نه شوم.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
مخ مې د جانان دی که ځلا چرته هېـــــــــــنداره کړي
خدای ورته ونه وايمه مابه ګـــــــنـــــــهـــګــــاره کړي
مخکې دې غم ښه و، ستا په ياد به پرې ويــده شومه
اوس چې راته راشي نو ويده مــــــې رابــــــيداره کړي
وژنه خو مې مه بيا به دې هيــــــڅوک هم د غم نه وي
داسې يوه ګناه وکړه چې ما له تـا بـــــيـــــــــزاره کړي
خير که په هُنر د يارانې ښه نه پــــــــوهېــــــــږم اوس
لويه به شم، پويه به شم، خدای به مې هوښياره کړي
ماته يې جامونه رامعلوم دي، ښــــــــه پــــــرې پويه يم
دا معلومه نه ده چې سجدې د چــا لـــــــــه ډاره کړي؟
هر سړی جنت ګټي، دوزخ ګټــــــــــــــي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چـــــــې ژوندون د بل لپاره کړي؟
هره شپه که ستــــــــاپــــــــــه ياد ويده پکتيانۍ نه يمه
غاړې مې دې بندې وي خدای پاک مې دې مرداره کړي.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
احساس د خپلې جفا تاته نشتــــــــــه
ځکه مې طمع ستا وفا ته نشتـــــــــــه
ته مې غوښتلې خدای پاک راکړې راته
حاجت مې بلې يوې دعا ته نشتـــــــه
زه لا د وير له ټغر نه يم پورتـــــــــــــــه
راسره لږ وخت هم خندا ته نشتــــــــه
څه د غم بند کې بنديوانه يمـــــــــــــه
هيڅ د وتلو لاره ماتــــه نشتــــــــــــــه
چې مو لرله پرې يو بل مو مړ کـــــــــه
د مرګ وسله مو اوس بلا ته نشتــــــه
ماڼۍ مو دنګې تر اسمانه کړلـــــــــــې
په کومه راشي لار هوا ته نشتــــــــــه
ستا په يادونو باندې ژونــــــــد تېــــروي
د پکتيانۍ طمع بل چاته نشتــــــــــــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې شــــي
تاته مې ساتلې وي خـــبرې رانــــه هېرې شـــــــــي
اوس يو ستا يادونه دي چې تار يې مـــــرغلــــــين دی
نور خو چې رايادې کړم ملګرې رانه هـــېرې شــــــــي
پام چې مې دا ستا د شوخ نظر په کږلېــچونو شـــــي
کېږدم د بڼو وسلې سنـــــګرې رانه هېـرې شـــــــــي
غوښې د اولاد يې د توپونو خولو کې پـــــاتې شـــوې
څنګه به سرتورې مهــــاجرې رانــــه هېرې شــــــــي
خاورې د همــــزولو په يـــــادونــــــــو بانــــــدې واړوم
ستا په ياد همزولې او ګــــودرې رانـــــه هېــــرې شي
مونږ ترې تابوتونه دوی ترې ښکلې ماڼۍ جوړې کـــړي
څنګه د پکتيا د غرو نښـــــترې رانــــه هېـــــرې شـي؟
نه ځم ورپـــسې اوس پکتــــيانۍ غـــــرونـــــو رغونو ته
ســترګې د يـــار ګـــورمه ګورګــورې رانـــه هېرې شـي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ژوند مې ټول جانانه ستــــا لاسو کې دی
زړه مې لکه خاورې ستا په پښو کې دی
خلک راته ستا په مينــــــــه ګـــــوري ټول
ستا د مخ تصوير مې په لــــېمو کـې دی
ټول په دېدنونو غــــوليــــــــــدلـــــــــي دي
خوند خو ټول جانانه شـــــــوګېرو کې دی
غم دې پېغلتوب راځنې خوري ورور ورو
يو نيم سپين وېښته مې په کمڅو کې دی
خوله مې له ماشوم رېبـــــــــار نه واخيسته
ويل يې راته يار دې پــــــه مزو کــــــې دی
مړه کړه پکتيانۍ د پېښــــــور ګــــــــــرمي
قبر يې په خپل کلي ( چيـــــنو ) کـــــې دی.
٢٠٠٩/ ٠٢/ ١٠