پښتو ادب · شاعران
محمدحنيف حيران
د محمدحنيف حيران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
راځي راته لـــــه مخامـــــخ هېنــــدارې اوازونـــــه
وحشــــت دی او کـــه څوک کوي کوکارې اوازونه
مودې وشوې چې داســــوالګره راشي دلته کېني
خــو څــــوک هم اوري نـــه د دغې خوارې اوازونه
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
محبت خو محبت ويبشپړ شعر ولولئ
محبت خو محبت وي
محمدحنيف حيران
په انداز کې د نــــــــظر هم ډېر قـــــــــوت وي
ځينو سترګو کې بلا زيات شـــــــــرارت وي
د جهان کينې ترې ځار شه، صـــــدقه شــــــــه
محـــــبت خو محـــــــــبت وي، محبــــــت وي
لـــــــــــــېونی يم چې له تانه زه ګيلــــــــــې کړم
بده ورځ به زما برخــــــــه وي قسمــــــــــــت وي
وينې وينې سېلابونه، غرونه غرونه د سرونو
نور دې ووايي چې څه ته يې حاجـــــــــــت وي
رهبـــــــري يــــــې له شــــــــاعره ســــــــره بويـــــه
په دنيا کې که رښــــــــــــتونی رســـــــــالت وي
د حاکم پر خــــــــوله مې څنــــــــګه اتبار وکړم؟
چې ويــــــــنا کې خو يې لږ څه صداقــــــت وي
ځان د مينـــــــــــــــې له دولتـــــــه برخمـــــــن کړه
د ښکلا خو يو څو ورځې حــــــــکومــــــت وي
د پښتون سړي کوپړۍ ترېـــــــــنه بـــــچ نه وي
په دنيا کې که څه تنــــــــــــدر مصيبـــــــت وي
موږ له يو بله هيـــــــــــڅوک بــــــــېلوی نه شي
چې زما او ستا يو زړه وي يو مو نيـــــت وي
د ښکلا د عبـــــــــــــادت خلک دې ډېـــــر وي
که جومات که ميکده او که خلـــــــــــوت وي
د حيـــــران په مرګ کــــــې لاس دی د يارانو
داخــــــبره دې پر تاســـــــــو امــــــــــــانت وي.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدحنيف حيران
سترګې پټې کړم، تا وينم چې تيـــــــــــــاره شي
سپوږمۍ ورکه شي او ستوري ټول ړانده شي
څاڅکی وينه دې هم غم ته زړه کې نشــــــــــــته
تر سبا پورې مې وچ زړه کې راشـــــــنه شــــــي
لويه خدايه ته يې شرک حســــاب نـــــــــه کړې
کله کله په لمانځه کې راپــــــــــه زړه شـــــــــــي
تر قيامتــــــــه به هم داســــــــې کله وشــــــــــــي!
چې راټول پــــه يو ټغر ټـــــول پښتــــــانه شي؟
سلايي دې ستــــــا پر پونـــــــدو بانــــدې مږو
ستا د پله خاورې دې ګرد سره رانــــــجه شي
زه په زړه او خيال کې شپه او ورځ يار ساتم
دا خو نه چې عبادت خالي په خوله شــــــــــي
که په مرګ وي نو په مړو کې روی* نشــــــته
په ژونديو کې ډېر کم وي چې درانه شـــــــــي
د هغوی د مينې ډېر عمـــــــــــرونه کـــــــم وي
چې ياران وي په يارۍ کې ســــره غــــله شي
دا انداز يې د ليــــــدو وړ وي حيــــــــــرانـــــــــــــــه
چې غوسه شي، څه ښېسته شي څومره ښه شي.
*روی: بد، بېکاره
مصريزېبشپړ شعر ولولئ
مصريزې
محمدحنيف حيران
شېبې د مرګ دې نه وي لنډې
وهم دې شپې او ورځې منډې
وهي دې خلک په ما ملنــــډې
خدای دې زما که غونډې منډې
په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه
اخ څومره بد يم څومره ښـــــه يم
ستا د پښو خاورې يم رانجه يم
په زړه سوری دې بېلتانه يـــــــم
کله به يم کله بـــــــه نـــــه يـــم
زما ياري په ړنګه مه شمېره مېېنه
مرور ياره راپخلا شـــــــــــه
لږ مې زخمي زړه ته دوا شه
د هجر شپو ته لږ رڼا شــــــــه
يو ځلې بيا په دې لار راشه
په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونـه
پاتې زما تر دې ښېرې شــــــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شـــــــــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـــــې
مين په ما دی غم په تا غلــــطوينه
ها چې زما پرې اعتبـــــــــــــار دی
اوس درته وايم څوک مې يار دی
څوک وفادار څوک جـــفا کار دی
غم دې له تانه وفــــــــــــــــادار دی
ته کله کله غم دې تل راســــــــره وينه
د يوې کيسې سړی يمبشپړ شعر ولولئ
د يوې کيسې سړی يم
محمدحنيف حيران
شکر چې ستا د زمانې ســـــــړی يم
په تا مين يم ستا نږدې ســـــــړی يم
په هغه دغه دې ډېر نه پوهېــــــــــږم
جانانه زه د يوې کيسې سړی يــــــم
اوس رانه دومره نظر مه تېـــــــــــروه
اوس د پنځو اوس د حجرې سړی يم
ستا په لېمو کې ښکلا لوستی شمه
که يم نالوستی د بانډې ســــړی يم
ته چې مې نه غواړې جدا کيـسه ده
ګني اشنا د يارانې ســــــــــړی يــم
ژوند د دښمن يو امانت ګـــــڼي بس
زه د يوې داسې قبيلې ســــړی يم.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدحنيف حيران
په تا اوس راغله خو په ما تېره ده
پوی شه همداسې په هر چا تېره ده
راځه چې خوند له زندګۍ نه واخلو
جانـــــانه هســـــــــې هم دنيا تېره ده
اوس د حسرت پر اوښکو زړه مينځمه
يوه زمانه مې په ګنــــــاه تېـــــره ده
خدايه جانان مې پر ما ونه نيسې
ما هره سخته په رضا تېــــــــره ده
راځه چې مينه مو له تلو پاتې کړو
زما ځواني او ستا ښکلا تېره ده
د امن مړاوې غوټۍ نه ګل کيږي
په دې وطـــن مې څه وبا تېره ده
حيران يم ته له مانه ولې ښه شوې؟
ما په روا، تـــا نــــــاروا تېــــــره ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدحنيف حيران
اوښکه ومه سترګو کې راتم نه شوم
سيند ومه وياله باندې هيڅ کم نه شوم
غم ته مې دې زړه د شګو بند تړي
صبر و قناعت باندې محکم نه شوم
خاورې شومه خاورې د هر چا د پښو
څه وکړمه خاورې ستا د چم نه شوم
اوس خو دې مرګې نو ځانته وغواړم
زه چې مستحق ستا د کرم نه شوم
مړ چې شم، نمانځي به مې، شاعربه يم
حيف چې په ژوندوني محترم نه شوم
ډک مې کتابونه ترې حيرانه کړل
بيا يې هم د حُسن مترجم نه شوم.
ناوېبشپړ شعر ولولئ
ناوې
محمدحنيف حيران
د ناوېتوب مې يو څو شپې تېرې وې
زه وم د کلي يو طالب ته واده
لس کاله کيږي طالب جان ورک شوی
مړی ژوندی يې هيڅ مالوم نه دی
څوک راته څه څوک راته څه وايي
چابه ويل چې په بګرام کې به وي
څوک وايي نه، ګوانتانامو کې به وي
زه هره ورځ راديو ته غوږ غوږ يم
داځل يې بيا څومره بنديان خوشي کړل؟
زما طالب به پکې وي او که نه؟
او چې نهيلې شمه
لګيا له ځان سره شم
قلم کاغذ راواخلم
يو داسې ليک وليکم
د طالب جان په نامه:
زما جانانه سلام
ګرانه سلام درلېږم
خدايزده چې چېرې به وې
مړ که ژوندی به وې ته
خو زه مې خپل زړګی په دې خوښوم
ځه نن سبا به راشي
هغه سبا نه راځي
بس يوه توره شپه ده
او رڼا نه راځي
منم چې دا ليک تا ته نه رسيږي
خو زه پرې تل خپلې عقدې سړوم
خپلې د اور په څېر جذبې سړوم
نوې جامې مې د واده تر اوسه ټولې اېښې
بېګاه ماښام مې د واده د شپې جوړه ليدله
د سرې لمبې په څېر مې نوې لوپټه ليدله
تر نيمې شپې مې ورته ډېر وژړل
په ځان پوی نه وم، ويده شوې ومه
په خپل کميس باندې وم پاسه پرته
سحر دې مور راغله راپورته يې کړم
راته يې ويل چې ته شرمېږې نه
زما په زوی پسې زاره وچاوده
تا د واده د شپې جوړه راخيستې
زما له زوی دې طمع وشليدله
ځکه د باندې دروازو کې ګورې
يا له کړکي نه په چولو کې ګورې
ما خپلې سرې سترګې ورپوته کړلې
کميس مې ټول په خپلو اوښکو لوند و
مور دې سپېره بولي ما
پر ما لعنت وايي
وايي چې ته مو راوده يې دلته
موږ ښکلې ورځ بيخي ليدلې نه ده
هيڅ خوشالي په موږ راغلې نه ده
که ته ژوندی يې چرته
نو خدای دې ژر راوله
چې نوره خلاصه له پېغوره شمه
يو دې دعا ته به سرتوره شمه
که ته شهيد يې چرته
نو دا يو سوال کومه
چې خدای دې ما هم مړه کړي
نه کوم نور په سرو اورونو ژوندون
نه غواړم نور د تهمتونو ژوندون
د ارمان فصل مې زرغون کړې خدايه
نور مې ښېرازه داژوندون کړې خدايه.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدحنيف حيران
د شفق سرخي لمبو ته ده راټوله
که حيا دې اننګو ته ده راټوله
خوښوي ورته مرګونو کې مرګونه
نړۍ ټوله پښتنو ته ده راټوله
ستا د پله خاورو کې ته له ورايه ښکارې
د سپوږمۍ ځلا اوبو ته ده راټوله
خمارونه غرونه غرونه پکې ځای دي
نشه ټوله دې لېمو ته ده راټوله
د ماڼيو خلک تورو شپو ته ناست دي
د جهان رڼا ډېوو ته ده راټوله
د شهيد مېرمن له شرمه داسې وويل:
دا ډوډۍ مې لږ بچو ته ده راټوله
خماريان يې په خمار کې په لټون دي
د زاهد تقوا سجدو ته ده راټوله
په تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کوي پرې
يوه اوښکه يې بڼو ته ده راټوله
دعاګانې مې له زړه درته راوځي
خوله مې هر څو که ښېرو ته ده راټوله
لاروی د مينانو شه حيرانه
د جنون مزه د غو ته ده راټوله.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدحنيف حيران
ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــته
زما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشـــــته
منم د حُســــــــن دې مـثال نــــشته
خو په غرور کې دې هم سيال نشته
اسمان کې ستوري ځکه نه ښکاري
چې ستا په غونډه زنه خال نشـــــته
رقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېنه
زموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشته
زما د حال پوښــــــتنه څه له کوې؟
له تانه پرته مې هيــڅ حال نـــشته
ديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړه
زما لونګۍ نشته ستا شال نــــشته
ورېځــــې راځي د زلفو ټــال ته دې
وشــو باران د بوډۍ ټال نشــــــــته
سپوږمۍ يوه ستوري بلا ســـتوري
د بچ کېدو يې هيــڅ مجال نشتــــه
حـــــيرانه يـــــويې وړ چې چـا يووړ
دلتـــــه د زړونو بيــــــت المال نشته.