د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدحنيف حيران شعرونه

مصريزې

شېبې د مرګ دې نه وي لنډې
وهم دې شپې او ورځې منډې
وهي دې خلک په ما ملنــــډې
خدای دې زما که غونډې منډې
په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه

اخ څومره بد يم څومره ښـــــه يم
ستا د پښو خاورې يم رانجه يم
په زړه سوری دې بېلتانه يـــــــم
کله به يم کله بـــــــه نـــــه يـــم
زما ياري په ړنګه مه شمېره مېېنه

مرور ياره راپخلا شـــــــــــه
لږ مې زخمي زړه ته دوا شه
د هجر شپو ته لږ رڼا شــــــــه
يو ځلې بيا په دې لار راشه
په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونـه

پاتې زما تر دې ښېرې شــــــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شـــــــــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـــــې
مين په ما دی غم په تا غلــــطوينه

ها چې زما پرې اعتبـــــــــــــار دی
اوس درته وايم څوک مې يار دی
څوک وفادار څوک جـــفا کار دی
غم دې له تانه وفــــــــــــــــادار دی
ته کله کله غم دې تل راســــــــره وينه

د شاعر نور شعرونه ←