د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدحنيف حيران شعرونه

غزل

ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــته
زما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشـــــته


منم د حُســــــــن دې مـثال نــــشته
خو په غرور کې دې هم سيال نشته


اسمان کې ستوري ځکه نه ښکاري
چې ستا په غونډه زنه خال نشـــــته


رقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېنه
زموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشته

زما د حال پوښــــــتنه څه له کوې؟
له تانه پرته مې هيــڅ حال نـــشته


ديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړه
زما لونګۍ نشته ستا شال نــــشته


ورېځــــې راځي د زلفو ټــال ته دې
وشــو باران د بوډۍ ټال نشــــــــته


سپوږمۍ يوه ستوري بلا ســـتوري
د بچ کېدو يې هيــڅ مجال نشتــــه


حـــــيرانه يـــــويې وړ چې چـا يووړ
دلتـــــه د زړونو بيــــــت المال نشته.

د شاعر نور شعرونه ←