د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدحنيف حيران شعرونه

غزل

اوښکه ومه سترګو کې راتم نه شوم
سيند ومه وياله باندې هيڅ کم نه شوم


غم ته مې دې زړه د شګو بند تړي
صبر و قناعت باندې محکم نه شوم


خاورې شومه خاورې د هر چا د پښو
څه وکړمه خاورې ستا د چم نه شوم


اوس خو دې مرګې نو ځانته وغواړم
زه چې مستحق ستا د کرم نه شوم


مړ چې شم، نمانځي به مې، شاعربه يم
حيف چې په ژوندوني محترم نه شوم


ډک مې کتابونه ترې حيرانه کړل
بيا يې هم د حُسن مترجم نه شوم.

د شاعر نور شعرونه ←