د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدحنيف حيران شعرونه

غزل

په تا اوس راغله خو په ما تېره ده
پوی شه همداسې په هر چا تېره ده


راځه چې خوند له زندګۍ نه واخلو
جانـــــانه هســـــــــې هم دنيا تېره ده


اوس د حسرت پر اوښکو زړه مينځمه
يوه زمانه مې په ګنــــــاه تېـــــره ده


خدايه جانان مې پر ما ونه نيسې
ما هره سخته په رضا تېــــــــره ده


راځه چې مينه مو له تلو پاتې کړو
زما ځواني او ستا ښکلا تېره ده


د امن مړاوې غوټۍ نه ګل کيږي
په دې وطـــن مې څه وبا تېره ده


حيران يم ته له مانه ولې ښه شوې؟
ما په روا، تـــا نــــــاروا تېــــــره ده

د شاعر نور شعرونه ←