د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدحنيف حيران شعرونه

غزل

سترګې پټې کړم، تا وينم چې تيـــــــــــــاره شي
سپوږمۍ ورکه شي او ستوري ټول ړانده شي
څاڅکی وينه دې هم غم ته زړه کې نشــــــــــــته
تر سبا پورې مې وچ زړه کې راشـــــــنه شــــــي
لويه خدايه ته يې شرک حســــاب نـــــــــه کړې
کله کله په لمانځه کې راپــــــــــه زړه شـــــــــــي
تر قيامتــــــــه به هم داســــــــې کله وشــــــــــــي!
چې راټول پــــه يو ټغر ټـــــول پښتــــــانه شي؟
سلايي دې ستــــــا پر پونـــــــدو بانــــدې مږو
ستا د پله خاورې دې ګرد سره رانــــــجه شي
زه په زړه او خيال کې شپه او ورځ يار ساتم
دا خو نه چې عبادت خالي په خوله شــــــــــي
که په مرګ وي نو په مړو کې روی* نشــــــته
په ژونديو کې ډېر کم وي چې درانه شـــــــــي
د هغوی د مينې ډېر عمـــــــــــرونه کـــــــم وي
چې ياران وي په يارۍ کې ســــره غــــله شي
دا انداز يې د ليــــــدو وړ وي حيــــــــــرانـــــــــــــــه
چې غوسه شي، څه ښېسته شي څومره ښه شي.

*روی: بد، بېکاره

د شاعر نور شعرونه ←