پښتو ادب · شاعران
زرلښت حفیظ ملکزۍ
د اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
١ – ځوانيمرګ ارمان
٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه
٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.
شعرونه
49 خپاره شوي شعرونه
ليونۍبشپړ شعر ولولئ
ليونۍ
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دګل ازغو نه نا خبر ليــــــــــــــــونـــــــۍ
د تور سترګو مسا فر لـــــــــــيونـــــــــۍ
چه د چا روح تــــــــــه سرودونـــــــه وائ
دچا خيالو کی ده اوتر ليــــــــــــونــــــۍ
اوس ئ دونيـــــــا دميـــنی اور اخستی
دخپل قسمت نه مرور ليــــــــــــونـــــــۍ
د چا د سترګو په رنګو کــــــــی ورکــــه
دچا يادو نه بی خبــــــــر ليـــــــــــــونـــۍ
بيا دچاياد کی کوم دونيـــــــا لټـــــــوی
په کوم دنيـــــــا ئ ده نظر ليــــــــونـــــۍ
دا چه بــــی وخته د مــــرګ لاره څــــاری
چه وړی زخمونه په ځــــګر ليــــــونـــۍ
د چا خيالو کی سر ګردانــــــــه ګــرځـي
چه مــــــــرور د ټــــــــول دونـيا نه کرځي
چه نـه ژوندون او نه خپل ځان خوښوی
يـــــودچـــــــا روح او بل ايمان خوښوی
دکــومی ميـــنی کـــــوم طـــوفان لټوی
دکـــوم جانان ورکه ارمان لټــــــــــــــوی
دا د سهــــار او مازديــګر ليـــــــــــونۍ
د ډير عمرونــــــو مسا فــــــــر ليـــــونۍ
ورکه ارمان ته يـــــــو ډيــــــوه بـــــــلـوي
حفيظ جـــهان لــــــره اثـــــــره لټـــــــــوی
دماشوم غوښتنهبشپړ شعر ولولئ
دماشوم غوښتنه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
مورۍ روپۍ غواړمه
ځانته ګوډۍ غواړمه
لپه کی غنم راکړه
ځمه د دوکان په لور
ځانته پرې کلچه اخلم
ګوړه پتا سه اخلم
هله زرکوه مورې
ما مه زوروه مورې
زرشه ته روپۍ راکړه
ځانته پرې بنګړي اخلم
ځمه نيکه جان سره
اختر ته کالي اخلم
هله زرکوه مورۍ
مامه زوروه مورۍ
جاوله پوکڼې اخلم
ځانته يو ګوډي اخلم
لپه کی غنم راکړه
ځانته پرې نني اخلم
هله زرکوه مورۍ
ما مه زوره وه مورۍ
مينهبشپړ شعر ولولئ
مينه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
هره زړه کـی يـــــوه مــــينــــه پــــــه درزا ده
کـــــله کــــله خـــــو دا پـــټــــــه ددنـــيــــا ده
کله وائ عاشـــقـــان خبــــــــری سپينــــــی
کله و خوری په کی خپل د زړګـــی وينــی
مينه نوم د انسانيت ده پــــه دونـــيــا کی
مينه انس نومول شوې په معنــــی کــــی
هر انسان سره دمينـې يو مــــظمـــون ده
چا خوړلې په کی سر لــکه مجنـــــون ده
مينه ښه ده خو بيلتون يي لوی ســــزا ده
مينه عشق ده محبت د ژوند معنـــــی ده
مينه داسی ليونی دکود ګـــر کـــــوډ دی
ډيرسرونه پری قربان شو دا يــوهوډ ده
مينه اور ده مينه اوښکه او ســـــــزا ده
مينه پيل دډير غمــــونو او ســــودا ده
مينه ډيره په اسانـــه پيــــــدا کيـــــــږي
مينه سخته ده په ګرانه ګټل کيـــــږی
دا بی سته يوميلمه ده د ډيــــرزړونــو
دا خـــــوپيـــــــل ده دسوزونو داهونو
ليونی دمينی ســـــر پــــــه ميخانه ده
چاسرونه په کی ايښی نزرانــــــــه ده
ای (حفــيظ )دا دونيا فانې بازارده
چه رښتنی وی په مينه خريــــدار ده
محبت پيغلوته بد نامې دهبشپړ شعر ولولئ
محبت پيغلوته بد نامې ده
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دا شعرداسی يوه خورکې ته ليکل شويده چه دوخت د ناوړو دودو ښکار ده دسمبر 2006,12کاناډا
ته د چا د مينی راز يي زرسرکې
ته د کوم زړګي اواز يي زرسرکې
نارينه چی ستا په نوم نن شاعري کړي
ته پو شوې په دی راز يي زر سرکې
ته خو مينه يي، اخلاص، يي يو جزبه يي
ته عزت يي ، دهر چا دزړه اثره
ماليدلې دا خوبونه ماشوم توب کی
چی ته ډيره مهربانه او خوږ زړه يي
چی ټاټوبې دپښتون کی راپيدا شوې
نواصيله، پښتنه، يي او درنه يي
زر سر کې ته خو ډيره ښايسته يي
لکه ګل دګلاب ګل په شان خوږه يي
زر سرکې اوس خو حال دراته وايه
چی دا کومی مينی ويشتی ته په زړه يي
زر سرکې ولې رنګ دی داسی زيړ ده؟
چانه پاتی يي دکوم مينې پيغور ده؟
زر سرکې دغه خلک ليوني دي
که ته نوم دمينې واخلې
دوي ټول تاسره جنګي دي
زرسرکې تا به ووژني سنګسار کړي
پام کوه چی پيغورو کی به دی حصار کړي
ته بد نامه به ګرځيږی زرسرکې
پيغوروکی به اوسيږی زرسرکې
غبرګ لاسونه په خوله کيده په ماګرانې
غټه تيګه په زړه کيده په ما ګرانې
ليونې د مينی ګرځه افسانو کی
زرسرکې ددی کلي اولسو کی
نه انصاف شته نه جواز دمينی تاته
زرسرکې يوه تور سره يي دونيا ته
ته پوهيږې چی ته ياد په کوم نامه يي
ته حيا، يي ته غيرت يي، پښتنه يي
"محبت پيغلوته لويه بد نامې ده"
دا زمونږ دښځو دغه زنده ګي ده
نارينه چی څه کوي هغه کوي به
خو زمونږه تش په نوم يو ازادي ده
زرسرکې راسره فيصله وکړه
خپل قسمت او له تندې نه ګيله وکړه
غبرګ لاسونه په خوله کيده بد نامې ده
ستا په عشق کی سراسره ناکامی ده
ساده کيږه مه يوه ښکلې لمحه شه
دقسمت په لاره لاړه شه ډيوه شه
د(حفيظ )دغه نصيحت ده ګلې تاته
د غربيانو په خوي مه ورځه سلاح ته
ارواښاد ننګیال تهبشپړ شعر ولولئ
ارواښاد ننګیال ته
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
چه بلبل دګلستان ووخو ننګيال وو
خوږ شاعر دګران افغان وو خو ننګيال وو
د غليم هر يو سنګر ته په مورچل کی
دغيرت دژوند څاروان وخو ننګيال وو
نوی کالبشپړ شعر ولولئ
نوی کال
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ننګر هاره ننګرهاره
زما ښکلی تل بهاره
نوی کال دمبارک شه
دنارنج ګل افتخاره
ستا باغونه می ياديږی
نارنج ګل دبيا سپړيږی
داشنا ښاسته يادونه
نن می بيا په زړه وريږی
ننګرهاره ننګرهار
زماښکلی تل بهاره
نوی کال دمبارک شه
دښايسته جينکو هاره
خا طری می پاريدلی
ټولی ستا لمن نيولی
دقسمت مقابله کښی
ما با يللی تا ګټلي
ای دسولی ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره
نوی کال دمبارک شه
دښايسته جينکوهاره
دهوا جګو څپو نه
دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه
د ګلر خو محفلو نه
ياد وم دنن بيواره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولی ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دمبارک شه
ته لری ژوندی ولسونه
تاکښی ايښی مين زړونه
ستا ديدن ته هو سيږ م
په تا وياړي تاريخو نه
دشمشاد دزړه سرداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولی ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال دمبارک شه
تا تره نه به دجار شم
دمامونی افتخار شم
که زه بيا په تا ملمه شم
مينه مسته ددلدار شم
دکونړ دسيند غړ مباره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولی ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال د مبارک
زما دګران وطن ولسو ته
ګرانو خويندو شا زلموته
د وطن خوږو بچو ته
مبارک دوی څو واره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولی ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دمبارک شه
د (حفيظ) دزړه ارمانه
صفتونه دبي شانه
شين باغونه دتازه وی
روح می واخستو له تانه
ای زما د زړه دلداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولی ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال د مبارک شه
نياز بين کابل يمبشپړ شعر ولولئ
نياز بين کابل يم
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
په مــــا د تــــورې بارانونه له هر خــــــوا وريــــــدل
زما زخمـــــې زخمې ټټر نه وينه بيا څــــــڅيــــــدل
زما بچــــــي زمـــــا په غيږه کې سلګۍ کولـــــــې
دجنــــګ نه سولې ته په ننګ ډير ی زارې کــولې
په پاک لمنو ښکلې پيغـــــلو مې ګناه وريــــــدل
چـــــه ناهــــيده مـــې لکه ګل زمـــــا له غيـږې لاړه
داسې سلګۍ سلګۍ له ســتوني مې ژړا راوتـــل
په ما د ظلــــــم او جـــفــــــا د اور لمبـــــې بلـــــــې دي
تنکي ځوانان مې هره ورځ لکه ماشــــــوم ژړي دې
زما په غيږ کی پښتنـــې بيبيانې کــــونډې شـــــولې
زما په غيږ کې نازولې يتـــيمان پـــــاتـــــــې شـــــول
چه د صبـــــــا بيګاه د يو مـــړۍ ډوډۍ پـــــه طـــــــــمه
داسې غريب داسې بی وسه انسانان پاتـــــی شـــول
په مردکو سورې سورې دخداې کـــتاب مې ولـــــيد
هم په بمو ټوټه ټوټه مسجد محـــــراب مـــــــې ولـــيد
چا د چوکې چا دقدرت چا د پــــــيسو پـــــــه طمـــــــه
ککړ په وينــــو دمظــلوم اولس په باب مې وليد
زما هوښيار زما لايق بچي له غيـــــږې نـــــه مـــې
خواره واره ددنيـــــا هـــــر لور کی دانه وانه شول
د دوې د مټو په قـــوت پــــــردې ماڼــــــې جوړوي
په يو پلمه په بل پلمه يــــي زما له غيږي نه وړي
لکه بـــادام زړه کـــــــی زخــــمونــــــه د هر چا لرمه
يواځــــــې خوښ يم چه پښتون نوم په دونيا لرمه
زخمــــــې کابـــــل يمــــــه زخمونو ته ملهم غواړمه
ازاد پښتون يم بچو تـــــه ازاد ژوند غــــــواړمــــــه
زه د (حفيظ )د ډيرو هيـــــلو يـــــــوه هيـــــله يمــــــه
سر کی غيرت لاس کی همت کابــــــل نيازبينه يمه
ننګر هارهبشپړ شعر ولولئ
ننګر هاره
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ټـــاټـــــوبــــي د غيـــرت يي زما ښکــــــلې ننګرهاره
ګلونو کی شی پټه ای زمـــــــــــــا دمينــــــی حـــــــاره
غرون د لعلونه دي ولسونــــــه د نــــــــا مــــــــــــداره
کونړ سيند په نغمو ده يــــــادوي په هــــــــــــر چـــاره
سپين غر هم په ځلا ده لمسوی مې نـــــــن بـــــيــواره
ته سپين د نارنج ګل يي اباد اوســــــې تــــــل بــهاره
ټا ټوبې د غيرت يي زما ښکـــــلې نــــــنــــګرهـــــاره
بچي د علمان دي شـــــــاعـــــــران دي ملـــــــکان دي
جرګو ته په هجرو کی راټول شــوي شنه زمريان دي
سنګر د غليم مخي ته والاړ لــــــــکه د سپــــــــــر دي
دا ميندې هوښيارنې چه روزلــــــــې اتـــــــــــلان دي
هريـــــو ځـــــــوان دشيـن زمری ده هره پيغله دملاله
ټاټوبې د غيرت يي زماښکلې ننـــــــــګرهـــــــــــــاره
بلبل د ه که ګلونه دا ستا ښکلې بـــــــــــــــاغــــــــــونه
امير دي که ځهير دي سيندونه دي که غــــــرونـــــــه
نغمې د ميني وايي خبرو کی د ســــــــــــتا يـــــــــــــي
دحسن شهزاد ګــــــــی يــــــــــي لری لاس کی لعلونه
ته سپين د نارنج ګل يي ابــــــــاد اوســـــــې تل بهاره
وياړنې ټول پــــــه تا دي ای د (خان غفار) مـــــــــزاره
ټا ټوبی د غـــــــــــيرت يـــــــــــي زما ښکلې ننګرهار
باغو ته د راځمه نارنج ګل ټــــــــولــــــــــــومــــــــــه
داسره ګلاب ګلو نه سوغــــــــــــات سره ليــــــــــګمه
(حفيظه) مخ د ګل شه خو عمــــــــر دګـــــــــل مــه شه
تورمخو ته به وايم اشنا خو شحـــــــالـــــــــــــومــــــه
ته سپين د نارنج ګـــــــــل يــــــي اباد اوسې تل بهاره
ټاټو بې د غيرت يي زمــــــا ښـــــــــــــکلې ننګر هاره
وياړنې ټولې ستا دي دټــــــــــولنـــــــــــې افتـــــخاره
دپښتني مور اوازبشپړ شعر ولولئ
دپښتني مور اواز
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
زما په عقل کښی نقص نه شته ده انســـــــــان يمه زه
ما چه ورکړی امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه
ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان روځــــــــــلی
د استعمار موقابلی ته جنګيا لـــــــــــيان روزلـــــــی
ما دايمان سبق ښودلی په زانګو کـــــــښی ورتـــــــه
دتجاوز په مقابل می ميرويس خــــــــــان روزلــــــی
دميوند جنګ کښی قربانی تــــــــه په ميدان ومه زه
ما چه ور کړی امتحان ده قــــــهرمــــــــان يـــــــــمه زه
سر کښی ماغزه لرم ماغزو کښی احساسات لرمـــه
زه پښتنه د پښتنی مينی جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه
داسی خو مه وايه چه کور کی ياپه ګور کښی اوسه
ستا داحساس لپاره ډير عالی خيـــــــــالات لــــــرمه
د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه
ماچه ورکری امتحان ده قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه
دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه
دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه
عقل هوښيارکړه د وطن ميندی خپـــــــل زړه وګڼـــه
که ترقی دوی مقصد ددوی مقام پــــــــورتــــــــه کړه
ټول نړيوال ته په طاقت کښی ښه بيان يــــــــــــــمه زه
ما چه ورکړی امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه
دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږ کـښی شور ماښور مه کوه
دوي نه ختميږي سلسلی دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري
داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري
(حفيظه ) وايـــــــــه چـه قدرت د ستر کاروان يمه زه
زما په عقل کښی نقــــــــص نـه شته ده انسان يمه زه
پښتونهبشپړ شعر ولولئ
پښتونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ستا دغيرت نه شه قربان دا ټول جهان پــښتــــــونـــــه
په تا وياړ يږي لر او بر ټول افغانان پــــښـــــتونــــه
څنګه دنيا د په ګونډو کړل په خپل پوه بــــــــانــــــدی
ستا لوړ همت ته حيران شوی دی جهــــان پښتونــــــه
دزمانی ازمښت ته پاتی په خپل هوډ کښی نه شوی
اوس خو به ځکه په تا وياړی هرافغان پــــښتونـــــــه
ستا دزلمو دتوری شرنګ ته بلبلان نڅـــــــيــــــــږی
په تا وياړيږی نن پاس ستوري د اسمان پښتونـــــه
چه خپل غيرت درنه هير نکړي دنيکونو ارمـــــــان
ورشه وردانګه دوطن په دښمنان پښتـــــونـــــــــــه
زه به دستايم شعرو کښی چه په شا نه شی تــــــــه
تاريـــخ تازه کړه ور په شا کړه غليمان پښتونــــــه
ايمان خـــويو ده غيرت يوده وطن يو ده ګـــــــوره
په لسيزو درنـــــــه اخلی شيطانان پښتونــــــــــــه
چه د مقصد ه پــــــوری لاړی بيا ناری کړه په جار
(حفيظه)راشه دلته ښکاری ستا ارمان پښتونه