د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

نوی کال

ننګر هاره ننګرهاره

زما ښکلی تل بهاره

نوی کال دمبارک شه

دنارنج    ګل   افتخاره

ستا باغونه می ياديږی

نارنج ګل دبيا سپړيږی

داشنا ښاسته يادونه

نن می بيا په زړه وريږی

ننګرهاره   ننګرهار

زماښکلی تل بهاره

نوی کال دمبارک شه

دښايسته جينکو هاره

خا طری می پاريدلی

ټولی ستا لمن نيولی

دقسمت مقابله کښی

ما با   يللی تا   ګټلي

ای دسولی ډک بازاره

ننګرهاره   ننګرهاره

نوی کال دمبارک شه

دښايسته جينکوهاره

دهوا جګو څپو نه

دخپل زړه له تنابو نه

داشنا ښايسته يادونه

د  ګلر خو   محفلو   نه

ياد   وم دنن   بيواره

ننګرهاره  ننګرهاره

ای دسولی ډک بازاره

دنارنج ګل افتخاره

نوی کال دمبارک شه

ته لری ژوندی ولسونه

تاکښی ايښی مين زړونه

ستا ديدن ته هو سيږ م

په تا وياړي   تاريخو  نه

دشمشاد دزړه سرداره

ننګرهاره      ننګرهاره

ای دسولی ډک بازاره

د  نارنج  ګل  افتخاره

نوی کال دمبارک شه

تا تره نه  به دجار شم

دمامونی افتخار شم

که زه بيا په تا ملمه شم

مينه مسته ددلدار شم

دکونړ دسيند غړ مباره

ننګرهاره   ننګرهاره

ای دسولی ډک بازاره

دنارنج ګل  افتخاره

نوی  کال  د  مبارک

زما دګران وطن ولسو ته

ګرانو  خويندو شا زلموته

د  وطن خوږو   بچو  ته

مبارک  دوی څو   واره

ننګرهاره     ننګرهاره

ای دسولی ډک بازاره

دنارنج ګل  افتخاره

نوی کال دمبارک شه

د (حفيظ) دزړه ارمانه

صفتونه   دبي   شانه

شين باغونه دتازه وی

روح می واخستو له تانه

ای زما د  زړه  دلداره

ننګرهاره   ننګرهاره

ای دسولی ډک بازاره

د نارنج  ګل   افتخاره

نوی کال د  مبارک شه

د شاعر نور شعرونه ←