د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

مينه

هره زړه کـی يـــــوه مــــينــــه پــــــه درزا ده

کـــــله کــــله خـــــو دا پـــټــــــه ددنـــيــــا ده

کله وائ عاشـــقـــان خبــــــــری سپينــــــی

کله و خوری په کی خپل د زړګـــی وينــی

مينه نوم د انسانيت ده پــــه دونـــيــا کی

مينه انس نومول شوې په معنــــی کــــی

هر انسان سره دمينـې يو مــــظمـــون ده

چا خوړلې په کی سر لــکه مجنـــــون ده

مينه ښه ده خو بيلتون يي لوی ســــزا ده

مينه عشق ده محبت د ژوند معنـــــی ده

مينه داسی ليونی دکود ګـــر کـــــوډ دی

ډيرسرونه پری قربان شو دا يــوهوډ ده

مينه اور ده مينه اوښکه او ســـــــزا ده

مينه پيل دډير غمــــونو او ســــودا ده

مينه ډيره په اسانـــه پيــــــدا کيـــــــږي

مينه سخته ده په ګرانه ګټل کيـــــږی

دا بی سته يوميلمه ده د ډيــــرزړونــو

دا خـــــوپيـــــــل ده دسوزونو داهونو

ليونی دمينی ســـــر پــــــه ميخانه ده

چاسرونه په کی ايښی نزرانــــــــه ده

ای (حفــيظ )دا دونيا فانې بازارده

چه رښتنی وی په مينه خريــــدار ده

د شاعر نور شعرونه ←