افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دماشوم غوښتنه
مورۍ روپۍ غواړمه
ځانته ګوډۍ غواړمه
لپه کی غنم راکړه
ځمه د دوکان په لور
ځانته پرې کلچه اخلم
ګوړه پتا سه اخلم
هله زرکوه مورې
ما مه زوروه مورې
زرشه ته روپۍ راکړه
ځانته پرې بنګړي اخلم
ځمه نيکه جان سره
اختر ته کالي اخلم
هله زرکوه مورۍ
مامه زوروه مورۍ
جاوله پوکڼې اخلم
ځانته يو ګوډي اخلم
لپه کی غنم راکړه
ځانته پرې نني اخلم
هله زرکوه مورۍ
ما مه زوره وه مورۍ