د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

ليونۍ

دګل ازغو نه نا خبر ليــــــــــــــــونـــــــۍ

 د تور سترګو مسا فر لـــــــــــيونـــــــــۍ

چه د چا روح تــــــــــه سرودونـــــــه وائ

دچا خيالو کی ده اوتر ليــــــــــــونــــــۍ

اوس ئ دونيـــــــا دميـــنی اور اخستی

دخپل قسمت نه مرور ليــــــــــــونـــــــۍ

د چا د سترګو په رنګو کــــــــی ورکــــه

دچا يادو نه بی خبــــــــر ليـــــــــــــونـــۍ

بيا دچاياد کی کوم دونيـــــــا لټـــــــوی

په کوم دنيـــــــا ئ ده نظر ليــــــــونـــــۍ

دا چه بــــی وخته د مــــرګ لاره څــــاری

چه وړی زخمونه په ځــــګر ليــــــونـــۍ

د چا خيالو کی سر ګردانــــــــه ګــرځـي

چه مــــــــرور د ټــــــــول دونـيا نه کرځي

چه نـه ژوندون او نه خپل ځان خوښوی

يـــــودچـــــــا روح او بل ايمان خوښوی

دکــومی ميـــنی کـــــوم طـــوفان لټوی

دکـــوم جانان ورکه ارمان لټــــــــــــــوی

دا د سهــــار او مازديــګر ليـــــــــــونۍ

د ډير عمرونــــــو مسا فــــــــر ليـــــونۍ

ورکه ارمان ته يـــــــو ډيــــــوه بـــــــلـوي

حفيظ جـــهان لــــــره اثـــــــره لټـــــــــوی

د شاعر نور شعرونه ←