پښتو ادب · شاعران
سیدرحمن وکړپال
د سیدرحمن وکړپال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
كله چې په هېواد كې وضعه د امن له پولې څخه اوړي دى هم رسمي دنده پرېږدي او خپلې پلرنۍ دندې ته چې سوداګري ده مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه په همدې دنده بوخت دى او اوس په مسكو كې د نورو مهاجرو افغانانو په څېر د هجرت ګډې وډې شپې سبا كوي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
اباسينهبشپړ شعر ولولئ
اباسينه
سیدرحمن وکړپال
د وطن د غرونو اوښـــكې چېرې وړې د كابل سيـنه
په لېــمو يې بدرګه كـــړه دې كې ځــي د وطن ميــنه
موږ ته هېڅ نه دي راپاتې وطن وران خو دومره وكړه
امانتـــــي زړه كې سـاته زموږ اوښكې اباسيـــــنه
بيتبشپړ شعر ولولئ
بيت
سیدرحمن وکړپال
چې ښكلا ته دې د لمر وړانګې دي تتې
مور دې څله په تا نوم د سپوږمۍ ايښى
كمكى خيبربشپړ شعر ولولئ
كمكى خيبر
سیدرحمن وکړپال
اشــــنا د تا غمونه ټول په سر راسره وړم بېلګه به خپل ټوټې ټوټې ځيګر راسره وړم
په كلي د ماښـــــــــــام كې وركه مينه لټوم دا ســــتا د مخ ډيوه به لكه لمر راسره وړم
تر څــو چــې خــپله وركه مېـــنه نكړمه پيدا كچكول د بهانې به در په در راســره وړم
په ما د بدو ستــــــــرګو نــظر كله كړي اثــــر زه هغه ســـــــپېلنى يم چې نظر راسـره وړم
په غېږ كې د اغـــيارچې پاڼې پاڼې شولې ته پرېشانه خاطرې دې له محضر راسره وړم
له زلفو نه دې يو ويښته زما په واك كې را په لوڅه ډډه ســـتا د حســن غر راسره وړم
محشـــــــــر كې به په دغه نښه وپېژنې مــــــا په لاس كې به نيولى زړه پرهر راســره وړم
جنت له به درځمه خو په يو شـرط باندې زه هوائې له خپل خړ كمكي خيبر راسره وړم
خيالبشپړ شعر ولولئ
خيال
سیدرحمن وکړپال
ما چې په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه كه راكوي څوك پېغورونه ستا
څنګه دې پېغور په ځان وانخلمه
شونډې دې غوټۍ سترګې جامونه ستا
مه ږده په زړګي مې د ملهم پټۍ
پرېږده چې په كې وي پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو دركړلو
ډېر په كې پراته دي ارمانونه ستا
شك راته پېدا شي يارانه كې دې
كله چې راياد كړمه لوظونه ستا
دې دنيا كې دغه را په برخه شو
خيال كې جوړومه تصويرونه ستا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سیدرحمن وکړپال
د كـــــــــــفـــــــر غلــــــــبـــــه چـــــــې مې توبو ته نه پرېږدي
زاهـــــــــــده تــــــلـــــــوســـــــه مـــې ميكدو ته نه پرېږدي
د حــــــــق پــــــــه مــــــــړو اوړي تـورې خاورې په نا حقه
منصوره عقيده مـــــې دار خــــتــــو تـــــه نــــــه پـــرېږدي
په حــــــــال مـــــې غـواړم توى كړم لپې لپې اوښكې زه
پښتون احساس مې اوښكې توئيدو ته نـــــه پـــرېږدي
نـــــه دي د زغــــمــــلــــو د رقـــيــــب دغــــه نــــــــادودې
په خپل كور كې مو خپل منځ كې پښتو ته نه پـرېږدي
روژه يـــــــم خـــــو د ښـــــكلــــو پـــــه ازان يـــې مـاتوم
بـــــې عــــلـــمـــه مـــحتسب مې ماتېدو ته نه پرېږدي
ښكلې مې خوښېږي خو ايمان بـــــانـــــدې ډارېــــږم
ســـــــــــتونـــــه جـــــــل وهلــــــي مې توبو ته نه پرېږي
غـزلبشپړ شعر ولولئ
غـزل
سیدرحمن وکړپال
سفربشپړ شعر ولولئ
سفر
سیدرحمن وکړپال
د سفر شپې مې په تنها تېروم په ياد دې ويښې تر سبا تېروم
دا خو ما نه غوښتل چې تلم په سفر چې دې زه كال لكه پخوا تېروم
دا ځل مې كلك وتړه پرېمې نه ږدې مسافر ژوند رسوا رسوا تېروم
مينه كې دغه فرق لرمه چې ته شپه په خندا زه په ژړا تېروم
اودس مې وكړ د شرابو په ډنډ لمونځ به دې مخ كې اوس ملا تېروم
ګوندې شمال يې بوى د زلفو راوړي كاروان كوڅه كې د اشنا تېروم
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
سیدرحمن وکړپال
څنګ ته دې ناسته شيخه ځوانه پېغله
مــــاتــــه هــمدا وايي چې توبې اوباسه
خـــو كــه مې لږ سترګې پناه شوې درنه
دې تـــه بـــه وايــــي چــــې جامې وباسه
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
سیدرحمن وکړپال
ورته ګوره مړاوو سترګو دې كار كړې
دا چې مړ يمه خو زړه دې رانه وړى
اوس مې څله لمبوې په خپلو اوښكو
خـــــلك كــــلــه لمبوي د شهيد مړى
ساقيبشپړ شعر ولولئ
ساقي
سیدرحمن وکړپال
جګى ساقي كه جام په پور رانه كړې
سلام سلام دى كه لږ نور رانه كړې
ستا ميكدې ته نن بې پانګې راغلم
ګوره ساقي چېرې پيغور رانه كړې
ساقي ستا در كې درويزي نه شم كړاى
كه د خم خوا كې ما له كور را نه كړې
وخت د نشه كې چې نصيحت شروع كړي
مادرته ويل خدايه چې ورور رانه كړې
زه وګــــــړپـــــال درنــــــه دا هــــيـــله كوم
جام مې كړو پورته ګوره شور رانه كړې