د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سیدرحمن وکړپال شعرونه

كمكى خيبر

اشــــنا د تا غمونه  ټول  په  سر راسره  وړم           بېلګه به خپل ټوټې ټوټې ځيګر راسره وړم

په كلي د ماښـــــــــــام كې  وركه  مينه  لټوم           دا ســــتا د مخ ډيوه به لكه لمر راسره وړم

تر څــو چــې خــپله وركه مېـــنه نكړمه پيدا            كچكول د بهانې به در په در راســره وړم

په ما د بدو ستــــــــرګو نــظر كله كړي اثــــر            زه هغه ســـــــپېلنى يم چې نظر راسـره وړم

په غېږ كې د اغـــيارچې پاڼې پاڼې شولې ته           پرېشانه خاطرې دې له محضر راسره وړم

له زلفو نه دې يو ويښته زما په واك كې را            په لوڅه ډډه ســـتا د حســن غر راسره وړم

محشـــــــــر كې به په دغه نښه وپېژنې مــــــا          په لاس كې به نيولى زړه پرهر راســره وړم

جنت له به درځمه خو په يو شـرط باندې زه           هوائې له خپل خړ كمكي خيبر راسره وړم

د شاعر نور شعرونه ←