د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سیدرحمن وکړپال شعرونه

غـزل

روان يــــم لـــــه مــــســــكـــوه خـــاطرې راسره وړم
د شپې له مـــحـــلـونو نه كــيـــســي راســـــــره وړم
 
شړۍ مې غــــړولــــې ټـــولــــومـــه پـــكـــې پيغلې
دا ښـــكـــلـــې پـه كې ټولې له روسيې راسره وړم
 
چـــې كـــله مـــې نظر شي د مسكو په پاتې پېغلو
په سترګو كــــې مـــې اوښكې فوارې راسره وړم
 
كه شرم وى كه  ننـګ وى د تندي د پاس يې ږدم
يوه پېغله خــــو د يـــوژنــې له كوڅې راسره وړم
 
آ  خپلې رانه لاړلې پــــه مــــيـــنـــه او خـــمار كې
ما ويل چې له مسكوه به پـــيـــسې راســـره وړم
 
مسكو ته بيا به راشم خداى خبر دى او كــــه نـه
دا روغ رمټ زړګى ټوټې ټــوټــــې راســــره وړم
د شاعر نور شعرونه ←