د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سیدرحمن وکړپال شعرونه

سفر

د سفر شپې مې په تنها تېروم               په ياد دې ويښې تر سبا تېروم

دا خو ما نه غوښتل چې تلم په سفر        چې دې زه كال لكه پخوا تېروم

دا ځل مې كلك وتړه پرېمې نه ږدې         مسافر ژوند رسوا رسوا تېروم

مينه كې دغه فرق لرمه چې ته             شپه په خندا زه په ژړا تېروم

اودس مې وكړ د شرابو په ډنډ               لمونځ به دې مخ كې اوس ملا تېروم

ګوندې شمال يې بوى د زلفو راوړي        كاروان كوڅه كې د اشنا تېروم

د شاعر نور شعرونه ←