د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابر اصل زي

د صابر اصل زي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

تقـــــــديرپه نظرانه کې مې دي اوښکې
دژوندهره قصــــه کې مې دي اوښـــکې
څــــــه لاړې پـــــه ګرېوان دانه دانه شوې
لاپاتې په لېمــــــه کــې مې دي اوښکې

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

بخت چه رانه ﻻړواوس به ئ چيرته لټومه زه

عقل مې پردئ شواوس به ئ څنګه خپلومه زه

سترګې مې حاﻻت ته په کتاشوې په ژړاشولې

دردبه دې حاﻻتوپه ژړاکښې لوبه ومه زه

هره خواچه ګورم يتيمان اوشهيدان وينم

منځکې شوم حيرانه چه کوم يووژړه ومه زه

نشته قناعت نه حقيقت چه زړه قرارکړمه

اوس به مې خپل عقل په شعروکې لټومه ه

خوب دې بېعقلئ مې شوپوره اوس بيداريږمه

ګرځمه په کلوکه ئې چېرته پيداکړمه زه

ژبه دې قلم مې شوله ګنګه نورڅه وليکم

پاتې به څه ټکي زړه په سرباندې ليکمه زه

وايه اصلزيه نوربه کله په قراره شې

دې ټکي ځواب به بياه په ګورې درکومه زه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

دخلکونه جداوائ په بېدياکه ګرځېدلئ

مجنون وائ لېونئ وائ په سحراکې ګرځېدلئ

پناوائ ترڅوغرونواودکلې نه جداوائ

دخپل کلې دخلکونه په غلاکه ګرځېدلئ

سرټيټ مې وائ ګرېوانکې اوپه سوچکې ځنګېدلئ

دفکرپه ټال ناست وائ په هواکې ګرځېدلئ

نه تهمت مې دچاوېلئ نه دبل مې اورېدلئ

ددې لوئې ګناه نه په توبه کې ګرځېدلئ

رباب دأدم خان وائ اومېنه ددرخووائ

يوسف غوندې په توردې زليخاکه ګرځېدلئ

غيبت کړی دخپل وروره اوکمئ کړی دتربوره

افسوس دئ اصل زيه په ژړاکه ګرځېدلئ

پښتوبشپړ شعر ولولئ

پښتو

صابر اصل زي

   پښتونه ستااوستادامتحان ورځې دي

داتفاق داتحاداودايمان ورځې دي

دپلارنيکه تاريخ دولوله په غوورباندې

اوس په تاريخکې دليکلودارمان ورځې دي

خلک پردئ مينې ته لاری دخپلوئ لټوي

زمونږپه خپله مينه ګډې دخزان ورځې دي

راشه په مينه که دمنېنه خوندونه واخله

ديودبل نه جاريدل دجارقربان ورځې دي

ډيوه کړه بله دعرفان لارې رڼاکړه ورته

په دغوﻻرودراتګ مې دجانان ورځې دي

ده ګودرهغه غاړه اوده ګودردغه غاړه

په لپو لپودرڼواوبودڅښان ورځې دي

په دماښام کلي که تيل په څراغوکه نشته

چه پکې مړاوې دمعارف اودعرفان ورځې دي

ته اصلزيه دغزلوڅراغ بل کړه پسې

 


دخوبولوپښتنودويښيدان ورځې دي

٢٩

-١٣٨٤٢

 

  

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

تقـــــــديرپه نظرانه کې مې دي اوښکې
دژوندهره قصــــه کې مې دي اوښـــکې
څــــــه لاړې پـــــه ګرېوان دانه دانه شوې
لاپاتې په لېمــــــه کـــــې مې دي اوښکې
سروداواهنګونه مـــــــې غمګيـــــن دي
په هرسوراونغمه کې مې دي اوښـــکې
جنـــــــډې دشــــــهيـــــدانــــــــومزارونه
په هره ادېره کې مــــــې دي اوښـــــــکې
دتوروتوروشپـــــــومنـــــــزل وهــــــــلي
دوخت په ولوله کې مې دي اوښکــــــې
څوشرنګ دزولـــنومې په نصيب وي
،اصلزي،هره ټپه کې مې دي اوښـــکې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

لاس مې اوږدکړلووګل ته په اغزي وله ګيدم
څومې سترګې خلاصولې په تندي وله ګيدم
اوپه ماته ټنډه راغلم دتــــقديرپه وينــــورنګ
تش خالي خالي لاسونه په نيستي وله ګيدم
چه بيل شوم دکاروانه بيامې ورکه کړله لاره
نن دخپلونه جــــــداشوم په پردي وله ګـــــيدم
په وينومې دزړه ورته ليـــکلئ غزل پېش کړو
شول نيمګړي مرادونه په ګونګۍ ولګيـــدم
دښکلويارانې دي که دزړونـــــــوجـــواري ده
،اصــــلــــزی،پـه لاره تلمه اذه لي ولګـــــــيدم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

دسترګوپه ليموکې دې جانانه ګرځــــــومــــــــــــــه
افسوس دژوندشېبې دي بې له تانه ګرځومـــــــــه
دمينې هــــــروزرمې دپتنګ په شان لمبه شـــــــــو
دزړه زخمونه پټ دې له دنيانــــــــه ګـــــــــرځـــومه
ته مې تن ته مې وجودئې هردرددې ځمادرددئ
دردونـــــــه بــــــــــې بـــــهادې بې درمانه ګرځومه
که لرې ئې له مانــــــــه ستايــــادونــــــه راسره دي
دخپل وجودکعبه کې دې ګل پامــــــــــه ګرځومه
خيالونه تصورمې کړي لـــــه تـــــــاسره خبـــــــــرې
زخمونه له رقيب ځنې پنهانــــــه ګــــــــرځــــــومـــه
هربيت اوهرغزل مې چه دستادمينې جـــــــوړدئ
يادونه،اصلزی،سره ارمانــــــه ګـــــــرځــــــــومـــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

څنګه خياله تصوره لورپه لورمې اړوې
کله هغه کله دغه په پېغورمې اړوې

فيصله په زړه کې وکړم نور به نه شمه دوکه
دروغجنې فيصلې شي بس په زورمې اړوې

په رګوکې مې شيطانه ستاخيمې ولګېدې
ځکه بلې لمبې وړمه چې په اورمې اړوې

دچل په ښکلي حسن دې زړګی زمادوکه کړو
اودکلي دکړم ورک په کوهيتورمې اړوې

په ښارکې دنفاق دی ستادحسن بازارګرم
چې سودالره درځم په ټنکټکورمې اړوې

نڅوي مې نڅوي مې په هرلورمې ګډوي
ستارباب زماناڅاوي خودپه شورمې اړوې

ترڅوبه په ارمان کې اصلزي ومه دښکلو؟
چې په سپينوپسې ګرځمه په تورمې اړوې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر اصل زي

په ائينه دتخيل کې مې چې  راشي
دزړګي تياروکوټوکې مې رڼا شي

دزړه هيلې مې کرارې شي راويښې
وچې شونډې يې په ورووروپه خوځاشي

زه دې شونډوخوځېدونه اظهارواخلم
لکه وايي زه ددې دی به زماشي

کوم منزل چې دطلب په لوري درومي
يوه ورځ به حقيقت ورته سېواشي

که کړي څومره پټ پټاني زړه کې مينه
زړه چې دی لکه ماشوم خودبه رسواشي

په ماشوم باندې سزادجرم نشته
ځکه مينه کې بيازړه هم بې حياشي

دښايست ځلايې مينه کېده نغښتې
چې وي مينه ښايست ټول ځلاځلاشي

مينه تل دحقيقت په کورښه ښکاري
چې بهرشي ددې کوره دخنداشي

طلب مينه حقيقت سره تړلي
که يوهم شي ځينې کم نوردوه تباشي

اصلزيه که داټول دې په نصيب شول
دې منزل کې به جانان درته پيداشي

سندريز شعربشپړ شعر ولولئ

سندريز شعر

صابر اصل زي


سندريز شعر

راځه لاړشوځنګل ته کړودسمڅې نه جوړکور
په غرونوکې جانانه نه غمازشته نه پېغور

په قرارمې نه پرېږدي - دي داخپل اوکه پردي
دبل به څه ګيله کړم چه مې نه پريږدي تربور

زمامينه به ر مه وې  - ستامينه بئ
شپنه وي
چې څاړته يې اوباسې په شپېلۍ لګوه زور

شپېلۍ به دې غږيږې - سيرلي به خپل څريږي
اوازبه دې شپېلۍ ته سلامي وکړي منګور

په غرونوکې زمريان وي  - ځنګلونوکې
بازان وي
ګګر ګګر بريتونه دمرغانوپکې شور

په مينه به پايږو -  يوبل نه به
جاريږو
لمنې دسحرابه په ګلونوکړوسمسمور

هوائې ښکلې ښکلې -  فزايې ښکلې ښکلې
درځمه اصلزئ که لږ دماغ مې شي ټکور
 

پښتو ژبهبشپړ شعر ولولئ

پښتو ژبه

صابر اصل زي


پښتو ژبه

زه
يم پښتون  او پښتو ژبه ناوکۍ جوړوم

د ننګ په بيه ناوکۍ ته سره ډولۍ جوړ وم

دادخوږې مور پښتنې يوه پښتنه ژبه ده
کړم به يې  پورته له زمين ورته پوړۍ
جوړ وم
دامې د  پلار اودنيکه ميراث  دی
پاته ماته
د پلار نيکه په ميراث  نن ښکلې ماڼۍ
جوړ وم
داد  پښتون د  ننګ غيرت اود 
عزت نښان دی
او لوړه شمله ورته په سرتړم پګړۍ جوړ وم

د  خزان باد ته به دېوال شم ځان به
ټينګ کړم ورته
ورته سايه به ده غرمې شم او سپرلۍ جوړ وم

د  پښتنې نازو اناقيصې به هېرې نه کړ
م
او د احمد شاه باباقيصونه به زولۍ جوړ وم

پښتو به وايم په پښتو ژبه به وياړمه زه

او د نوروژبونه پښتوته به څپلۍ جوړه وم

مسکين کړه مړ خو دازړې جامې يې مه څېروه

او څېری جاموته  اصلزئ 
چې نن پټۍ جوړه وم