د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

غزل

تقـــــــديرپه نظرانه کې مې دي اوښکې
دژوندهره قصــــه کې مې دي اوښـــکې
څــــــه لاړې پـــــه ګرېوان دانه دانه شوې
لاپاتې په لېمــــــه کـــــې مې دي اوښکې
سروداواهنګونه مـــــــې غمګيـــــن دي
په هرسوراونغمه کې مې دي اوښـــکې
جنـــــــډې دشــــــهيـــــدانــــــــومزارونه
په هره ادېره کې مــــــې دي اوښـــــــکې
دتوروتوروشپـــــــومنـــــــزل وهــــــــلي
دوخت په ولوله کې مې دي اوښکــــــې
څوشرنګ دزولـــنومې په نصيب وي
،اصلزي،هره ټپه کې مې دي اوښـــکې
د شاعر نور شعرونه ←