د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

پښتو ژبه

پښتو ژبه

زه يم پښتون  او پښتو ژبه ناوکۍ جوړوم
د ننګ په بيه ناوکۍ ته سره ډولۍ جوړ وم
دادخوږې مور پښتنې يوه پښتنه ژبه ده
کړم به يې  پورته له زمين ورته پوړۍ جوړ وم
دامې د  پلار اودنيکه ميراث  دی پاته ماته
د پلار نيکه په ميراث  نن ښکلې ماڼۍ جوړ وم
داد  پښتون د  ننګ غيرت اود  عزت نښان دی
او لوړه شمله ورته په سرتړم پګړۍ جوړ وم
د  خزان باد ته به دېوال شم ځان به ټينګ کړم ورته
ورته سايه به ده غرمې شم او سپرلۍ جوړ وم
د  پښتنې نازو اناقيصې به هېرې نه کړ م
او د احمد شاه باباقيصونه به زولۍ جوړ وم
پښتو به وايم په پښتو ژبه به وياړمه زه
او د نوروژبونه پښتوته به څپلۍ جوړه وم
مسکين کړه مړ خو دازړې جامې يې مه څېروه
او څېری جاموته  اصلزئ  چې نن پټۍ جوړه وم
 

د شاعر نور شعرونه ←