د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

سندريز شعر

سندريز شعر

راځه لاړشوځنګل ته کړودسمڅې نه جوړکور
په غرونوکې جانانه نه غمازشته نه پېغور

په قرارمې نه پرېږدي - دي داخپل اوکه پردي
دبل به څه ګيله کړم چه مې نه پريږدي تربور

زمامينه به ر مه وې  - ستامينه بئ شپنه وي
چې څاړته يې اوباسې په شپېلۍ لګوه زور

شپېلۍ به دې غږيږې - سيرلي به خپل څريږي
اوازبه دې شپېلۍ ته سلامي وکړي منګور

په غرونوکې زمريان وي  - ځنګلونوکې بازان وي
ګګر ګګر بريتونه دمرغانوپکې شور

په مينه به پايږو -  يوبل نه به جاريږو
لمنې دسحرابه په ګلونوکړوسمسمور

هوائې ښکلې ښکلې -  فزايې ښکلې ښکلې
درځمه اصلزئ که لږ دماغ مې شي ټکور
 

د شاعر نور شعرونه ←