افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پښتو
پښتونه ستااوستادامتحان ورځې دي
داتفاق داتحاداودايمان ورځې دي
دپلارنيکه تاريخ دولوله په غوورباندې
اوس په تاريخکې دليکلودارمان ورځې دي
خلک پردئ مينې ته لاری دخپلوئ لټوي
زمونږپه خپله مينه ګډې دخزان ورځې دي
راشه په مينه که دمنېنه خوندونه واخله
ديودبل نه جاريدل دجارقربان ورځې دي
ډيوه کړه بله دعرفان لارې رڼاکړه ورته
په دغوﻻرودراتګ مې دجانان ورځې دي
ده ګودرهغه غاړه اوده ګودردغه غاړه
په لپو لپودرڼواوبودڅښان ورځې دي
په دماښام کلي که تيل په څراغوکه نشته
چه پکې مړاوې دمعارف اودعرفان ورځې دي
ته اصلزيه دغزلوڅراغ بل کړه پسې
دخوبولوپښتنودويښيدان ورځې دي
٢٩
-١٣٨٤٢