افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دسترګوپه ليموکې دې جانانه ګرځــــــومــــــــــــــه
افسوس دژوندشېبې دي بې له تانه ګرځومـــــــــه
دمينې هــــــروزرمې دپتنګ په شان لمبه شـــــــــو
دزړه زخمونه پټ دې له دنيانــــــــه ګـــــــــرځـــومه
ته مې تن ته مې وجودئې هردرددې ځمادرددئ
دردونـــــــه بــــــــــې بـــــهادې بې درمانه ګرځومه
که لرې ئې له مانــــــــه ستايــــادونــــــه راسره دي
دخپل وجودکعبه کې دې ګل پامــــــــــه ګرځومه
خيالونه تصورمې کړي لـــــه تـــــــاسره خبـــــــــرې
زخمونه له رقيب ځنې پنهانــــــه ګــــــــرځــــــومـــه
هربيت اوهرغزل مې چه دستادمينې جـــــــوړدئ
يادونه،اصلزی،سره ارمانــــــه ګـــــــرځــــــــومـــــه