د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

غزل

بخت چه رانه ﻻړواوس به ئ چيرته لټومه زه

عقل مې پردئ شواوس به ئ څنګه خپلومه زه

سترګې مې حاﻻت ته په کتاشوې په ژړاشولې

دردبه دې حاﻻتوپه ژړاکښې لوبه ومه زه

هره خواچه ګورم يتيمان اوشهيدان وينم

منځکې شوم حيرانه چه کوم يووژړه ومه زه

نشته قناعت نه حقيقت چه زړه قرارکړمه

اوس به مې خپل عقل په شعروکې لټومه ه

خوب دې بېعقلئ مې شوپوره اوس بيداريږمه

ګرځمه په کلوکه ئې چېرته پيداکړمه زه

ژبه دې قلم مې شوله ګنګه نورڅه وليکم

پاتې به څه ټکي زړه په سرباندې ليکمه زه

وايه اصلزيه نوربه کله په قراره شې

دې ټکي ځواب به بياه په ګورې درکومه زه

د شاعر نور شعرونه ←