پښتو ادب · شاعران
عارف خزان
د عارف خزان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دوه ورځی ژوندون و دا هم تیر شولـو
چـــا تــه بـه یـاد وی چـا تـه هـیــر شـولـو
ده د وخت بازار کی د ژوندون قحطی
مرګ دی چی ارزانه شو او ډیر شولو
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
حیابشپړ شعر ولولئ
حیا
عارف خزان
په بـرندو سترګو چی دی غلا وکـــړلـه
ســـتـــرګــو دی کـلـه څـه حـیـا وکـړلـه؟
یو ځل دی وکړه ما ویل بیا به نه کړله
زه درتــه ګــورمــه تـا بـــــیــــا وکــړلــــه
کابل
۱۳۶۵ ۵ ۲
د ژوندون قحطیبشپړ شعر ولولئ
د ژوندون قحطی
عارف خزان
دوه ورځی ژوندون و دا هم تیر شولـو
چـــا تــه بـه یـاد وی چـا تـه هـیــر شـولـو
ده د وخت بازار کی د ژوندون قحطی
مرګ دی چی ارزانه شو او ډیر شولو
کابل
۱ ۳۶۴ ۵ ۸
د مرګ لاسونهبشپړ شعر ولولئ
د مرګ لاسونه
عارف خزان
څـه وخـــتـــــونـه لـیـونـی دی څـه دردونــه لـیـونـی دی
څـه زمـا پـه خـــوږ ګـوګـل کـی فـریـادونـه لـیـونـی دی
څـــــه سـا لـنـډه لـنـډه کــیــږی، زخـمـی ټـټـر دنـنـه
څه د ژوند په ئتونی ایښی مرګ لاسونه لیونی دی
څـه زمـا پـــه تـلـوسـوکـی د جـــنـون نــشـی چـلـیـږی
څـه د وصل پـه ـمـاښـام کـی سـتا نـازونـه لیونی دی
څه وختونه لاړه تـــیـر شـو، را ستانه به بیرته نه شو
څه زما د خــــیـال په کـور کـی څو یادونه لیونی دی
څه افکار د مـصـورجوړ لیونی دی هوښیار نه دی
څـه زمـا پــه تــــصـور کـی تـصـویـرونـه لـیـونـی دی
څه څلاتو لـــــــیـونی کړم دی ستی ستی فضا کی
څه زما په چاپیر چل کی بل اورونه لــــــیـونی دی
کابل
۱۳۶۵
انګار وختونهبشپړ شعر ولولئ
انګار وختونه
عارف خزان
وخــــتـــونــه ځـــــــکـه پـه انـګـار تـیـروو
چی د اغـــیــار پــه کــــالـه لار تـــیــــروو
مــوږ د ارمــان پـه ویــنــو ســـره لـیونـی
هـره شــیــبــه پــه ســر د دار تــــیــــروو
شیخ که مو سترګــی ړنــدی خومـــوږه
نظر د ښـکـلـو پــه رخـــســـار تــیـــــزوو
د وچ پرهیز په تنــدی ویـنـــی راغــلی
ساقی، دا اوس ولی خمار تیروو؟
پـه دی لـوټ شـوو تـالا شـوو کــوڅـو
مـــلـــګـــرو، نــــاوی د بـهـار تـیــروو
کابل
۱۳ ۶۵ ۸ ۱۰
ارمانبشپړ شعر ولولئ
ارمان
عارف خزان
د خـپـل ارمان د سترګو نم و چوم
لــــمــره،په تا ريښی د غم و چوم
د خـپـل ارمان د سترګو نم و چوم
لــــمــره،په تا ريښی د غم و چوم
زمـا د هیلو تنکی مخ یی شین کړ
ځــکه لاســونه د ســــتـم و چـــــوم
رقیبه، راشه تـمـاشـــــه یـی وکــړه
اوښکی په مـخـدخپل صنم وچوم
ځـکـه ور خـیــژم د اغـزو د پـــاسـه
دګل د شــونـډو نـه شـبـنـم و چوم
چی د سرو وینو و چیدل نه لیکی
ژبــه پــه خـولـه کـی د قـلـم وچــوم
کابل
۱۳۶۴ ۱۲ ۲۶
د منصور وينهبشپړ شعر ولولئ
د منصور وينه
عارف خزان
اوښـکـه د کـبـاب وم پـه انـګـار وڅــــڅـیـــــــدم
پــرخـــه د ګـــلاب ومــه پـــه خــــار و څــخــیــدم
قــتــل یــی کــړم ځـکه زه د سـپین مخ په رومل
څاحکی د خولی وم رخــــسار وڅــــڅـــــیــــــدم
پروت وم د قسمت ځیری لمن کی بخت کتــل
بـــرخـــه د غــریـــــب ومــه پـه لار و څــڅـیــدم
وحـتـه، سـاتـه یـاد کی چی نن زه د ــق پـه لار
ویـنـه د مـنـصـړر ومـه پـه دار و څــڅـــــیـــــدم
خیال می کړه رنګینه دا سپیره دنیا پـه شــعر
ټـــکـــی د نـــشـــی وم پـــه خـمـار و څـــڅــیــدم
نـــه شــومــه ډیـــوه د محلونو د بـــزمــونـــــــــــو
شـمـع د مـــــــراد وم پـــه مـــزار و څـــــڅـــیـــدم
ماښامونه سحرونهبشپړ شعر ولولئ
ماښامونه سحرونه
عارف خزان
شپه که راخوره شوه دما ښام په سر
خاندي سحرونه مې دبام پـــه ســـر
ډیرو دپردیــــو غوښــــې وخـــــوړی
دا یو زه کا فــر شومـــه دجام په سر
یاره ، لیونې پــه کاڼــو مـــــه ولــــه
کاڼي خو اوریـږي دبد نام پـــه ســر
څنګه دریبا ر ګومان پری وکړمــه
دام یې راته ایـښې دی ددام په سـر
مینه یو الزام شو محبــــــت نه شو
ورک شومه دکلي دالــــزام په سر
دومره بختور نه یم مـــــلګرو چې
وخیژمه دار ته دخپــل قام په سر
کابل
۱۳۶۴ / ۶ / ۱۸
ستړي بهارونهبشپړ شعر ولولئ
ستړي بهارونه
عارف خزان
خوبونه مرور دي شو ګیرونـــــه ستـــــړي شــــوي
زخمونه مې جوړنه دي فریادونه ستـــړي شــــوي
دا بې غړوندي غاړه چې مې وینئ هوښیار نه یم
زما په لاس او پښو کې زنځیرونه ستړي شــوي
دمرګ په سختو لارو دمنـزل په لـــــوري ځـــمــه
ملګرو ، ستړې نه یم امیدونــه ستــــړي شـــوي
رقیب خو دوژلو هیڅ اســـــــره هــــم نه ده کـــــــړې
ژوندی چې یمه پاتې ګو زارونه ستړي شـــوي
زما دژوند په سیمه مالي څه کرې ګلــــــــونـــه
په دې شګلنه ځمکه بهارونه ستــړي شــــــــوي
کابل
۱۳۶۳ /۱۰ /۹
تنګ ښاربشپړ شعر ولولئ
تنګ ښار
عارف خزان
نن مې دذهن پر هرونه ټول ناسور ناســـــور دي
پکې پراته رنګین یادونه ټول ناسور ناسور دي
زه جوړ دغم لپاره جوړ یـــم غـــــم زمـــــا لپـــــاره
ربه ، ددواړو تقدیرونه ټــــــــول ناسور ناسور دي
داسې چې سره لمبه شوه پورته او په باغ خوره شوه
داغزو څنګ ته سره ګلونـه ټـــــول ناسور ناسور دي
زما خبری چې په بل بـــــانــــــدې تـــــرخـــــې لګیږي
په دې ګوګل کې ارمانونـــــه ټـــول ناسور ناسور دي
زما په چیغو کلې څه چې ښار هم ځکه تــــنـــګ شـــــو
دلیوني زړه فریا دونه ټول نا ســـــــور نــــــاســـــور دي
مرګې چې رغــــړي دانسان دهـــــر یـــــو ګامـــــه ســـــره
دلته دژوند خــــواږه وختونه ټول نــاســـور نـــاسور دي
فقیره ، پام چې دژوندون خیر پــــه کــــې ونــــه غــــواړې
په دې کوڅه کې خیراتونه ټول نــــاســــور نـــاســــــور دي
کابل
۲۱ / ۴ ۱۳۶۴
دزړه لمبهبشپړ شعر ولولئ
دزړه لمبه
عارف خزان
چې دتوبې نه مې توبـــــه وکـــــړله
دخم پښو ته مــــې ســجــــده وکړله
دتـــقــــوا پیټـــــي ستــړې کړې یمه
راغــــلمه دلته مې دمه وکـــــړلـــــه
ځــکه دشیخ سره ډغــــــــرې وهــــم
مغروره سر خو مې نشــه وکــــــړله
خلکو ، رندان په کاڼو ونـــه ولـــې
خیر دی ملا که څه فتــــوه وکــــړله
داسوې رنګ مې یاره څـله پوښتې
ما دستم په کورکې شپـــــه وکړله
رقیبه تا ته مې څه ویلی نــــــه دي
هسې مې زړه درته لمبــه وکــــړله
خبرې ډیرې خوزه پوه نـــــه شومه
کومه خبره چا پخــــــه وکــــــړلـــه
په چا به ښه په چابـــه بــــــده لګي
ما درښتیا کیسه پـــــوره وکـــړله
کابل
۲۴ / ۴ / ۱۳۶۵