د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عارف خزان شعرونه

تنګ ښار

نن مې دذهن پر هرونه ټول ناسور ناســـــور دي

پکې پراته رنګین یادونه ټول ناسور ناسور دي

 

زه جوړ دغم لپاره جوړ یـــم   غـــــم زمـــــا لپـــــاره

ربه ، ددواړو تقدیرونه ټــــــــول ناسور ناسور دي

 

داسې چې سره لمبه شوه پورته او په باغ خوره شوه

داغزو څنګ ته سره ګلونـه ټـــــول ناسور ناسور دي

 

زما خبری چې په بل بـــــانــــــدې تـــــرخـــــې لګیږي

په دې ګوګل کې ارمانونـــــه ټـــول ناسور ناسور دي

 

زما په چیغو کلې څه چې ښار هم ځکه تــــنـــګ شـــــو

دلیوني زړه فریا دونه ټول نا ســـــــور نــــــاســـــور دي

 

مرګې چې رغــــړي دانسان دهـــــر یـــــو ګامـــــه ســـــره

دلته دژوند خــــواږه  وختونه ټول نــاســـور نـــاسور دي

 

فقیره ، پام چې دژوندون خیر پــــه کــــې ونــــه غــــواړې

په دې کوڅه کې خیراتونه ټول نــــاســــور نـــاســــــور دي

کابل

۲۱  / ۴  ۱۳۶۴

د شاعر نور شعرونه ←