د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عارف خزان شعرونه

د مرګ لاسونه

څـه وخـــتـــــونـه لـیـونـی دی څـه دردونــه لـیـونـی دی

څـه زمـا پـه خـــوږ ګـوګـل کـی فـریـادونـه لـیـونـی دی

څـــــه  سـا  لـنـډه  لـنـډه  کــیــږی، زخـمـی ټـټـر دنـنـه

څه د ژوند  په ئتونی ایښی مرګ لاسونه لیونی دی

څـه زمـا پـــه تـلـوسـوکـی  د جـــنـون نــشـی چـلـیـږی

څـه د وصل پـه ـمـاښـام کـی سـتا نـازونـه لیونی دی

څه وختونه لاړه تـــیـر شـو، را ستانه به بیرته نه شو

څه زما د خــــیـال په کـور کـی څو یادونه لیونی دی

څه افکار  د مـصـورجوړ لیونی دی هوښیار نه دی

څـه زمـا پــه تــــصـور کـی تـصـویـرونـه لـیـونـی دی

څه څلاتو  لـــــــیـونی کړم دی ستی ستی فضا کی

څه زما په چاپیر چل کی بل اورونه  لــــــیـونی دی

کابل

۱۳۶۵

د شاعر نور شعرونه ←