د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عارف خزان شعرونه

دزړه لمبه

چې دتوبې نه مې توبـــــه وکـــــړله

دخم پښو ته مــــې ســجــــده وکړله

دتـــقــــوا پیټـــــي ستــړې کړې یمه

راغــــلمه دلته مې دمه وکـــــړلـــــه

ځــکه دشیخ سره ډغــــــــرې وهــــم

مغروره سر خو مې نشــه وکــــــړله

خلکو ، رندان په کاڼو ونـــه ولـــې

خیر دی ملا که څه فتــــوه وکــــړله

داسوې رنګ مې یاره څـله پوښتې

ما دستم په کورکې شپـــــه وکړله

رقیبه تا ته مې څه ویلی نــــــه دي

هسې مې زړه درته لمبــه وکــــړله

خبرې ډیرې خوزه پوه نـــــه شومه

کومه خبره چا پخــــــه وکــــــړلـــه

په چا به ښه په چابـــه بــــــده لګي

ما درښتیا کیسه پـــــوره وکـــړله

کابل

۲۴ / ۴ / ۱۳۶۵

د شاعر نور شعرونه ←