د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عارف خزان شعرونه

ستړي بهارونه

خوبونه مرور دي شو ګیرونـــــه ستـــــړي شــــوي

زخمونه مې جوړنه دي فریادونه ستـــړي شــــوي

دا بې غړوندي غاړه چې مې وینئ هوښیار نه یم

زما په لاس او پښو کې زنځیرونه ستړي شــوي

دمرګ په سختو لارو دمنـزل په لـــــوري ځـــمــه

ملګرو ، ستړې نه یم امیدونــه ستــــړي شـــوي

رقیب خو دوژلو هیڅ اســـــــره هــــم نه ده کـــــــړې

ژوندی چې یمه پاتې ګو زارونه ستړي شـــوي

زما دژوند په سیمه مالي څه کرې ګلــــــــونـــه

په دې شګلنه ځمکه بهارونه ستــړي شــــــــوي

کابل 

۱۳۶۳  /۱۰  /۹

د شاعر نور شعرونه ←