افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ماښامونه سحرونه
شپه که راخوره شوه دما ښام په سر
خاندي سحرونه مې دبام پـــه ســـر
ډیرو دپردیــــو غوښــــې وخـــــوړی
دا یو زه کا فــر شومـــه دجام په سر
یاره ، لیونې پــه کاڼــو مـــــه ولــــه
کاڼي خو اوریـږي دبد نام پـــه ســر
څنګه دریبا ر ګومان پری وکړمــه
دام یې راته ایـښې دی ددام په سـر
مینه یو الزام شو محبــــــت نه شو
ورک شومه دکلي دالــــزام په سر
دومره بختور نه یم مـــــلګرو چې
وخیژمه دار ته دخپــل قام په سر
کابل
۱۳۶۴ / ۶ / ۱۸