د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عارف خزان شعرونه

انګار وختونه

وخــــتـــونــه ځـــــــکـه پـه انـګـار تـیـروو

چی د اغـــیــار پــه کــــالـه لار  تـــیــــروو

مــوږ د ارمــان پـه ویــنــو ســـره لـیونـی

هـره  شــیــبــه  پــه ســر د دار تــــیــــروو

شیخ که مو سترګــی ړنــدی خومـــوږه

نظر د ښـکـلـو پــه رخـــســـار تــیـــــزوو

د وچ پرهیز په تنــدی ویـنـــی راغــلی

ساقی، دا اوس  ولی خمار  تیروو؟

پـه دی لـوټ شـوو تـالا شـوو کــوڅـو

مـــلـــګـــرو، نــــاوی د بـهـار تـیــروو

کابل

۱۳ ۶۵   ۸    ۱۰ 

د شاعر نور شعرونه ←