پښتو ادب · شاعران
ملکی خزان
د ملکی خزان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
پـوهــيـږمبشپړ شعر ولولئ
پـوهــيـږم
ملکی خزان
مـــلـــګـــرو!وګـــورئ د ورېـــــځـــو اوښــــان
چـــــــــــې د لــــــمــــر ســــــــره ټـــــــــکـــــــــرې وهـــــي
چـــنــــــګــښــې چــیـــغـــې د نـــالـــونــــــــو کــــــوي
احـــــــــمــــق دغــــرو ســــره کـکــــــــــرې وهــــــــــــي
ورمــېــږ به يې مات شي پر دې ښــه پــــوهـــېــږم
مـــــېـــــــږی چـــي پـــیـــل ســـره ډغــــړې وهـــــــــي
پــرېــشــان چــا کــړم؟بشپړ شعر ولولئ
پــرېــشــان چــا کــړم؟
ملکی خزان
دالــه غــمــه لــېــونــی ســرګــردان چــــا کـــــــــړم؟
ســر بــبــر او مــخـــتـــورن،بـــدګـــومـان چا کــړم؟
چــې جــدالـــه کـــور او کــــلـــي ځــنـــې ګـــرځـــــم
د يــار پـــه تــومـــت څــيــرې ګــريــوان چــا کــــړم؟
د پــتـنګ غــونــدې پــه ســرو لمبــو چــې ســوزم
ســـوی سکور،داغلی زړه او پر ېشان چا کــــــــړم
بــې ثــبــوتــه چــې د دار څـــوکــــو تــــه خـــېـــږم
زه مـــجــــرم پــه مــخــبـــت د جــانــــان چــا کــړم؟
د یــتــیــم غوندې مې اوښــــکې پر مـــــخ درومي
لاس تــــر زنــــــې، نـــاکــراره، حــیــرانــچــا کــــړم؟
رژېــــــــــد لـــــې مـــــې غــــــوټـــۍ دا مــېــدونـــــو
رنګ مې زیړ لکه زعفران دی « خزان » چا کــړم؟
که زه نه وم پروانه شتهبشپړ شعر ولولئ
که زه نه وم پروانه شته
ملکی خزان
چی ودان د غه وطن شي ،که زه نه وم پروانه شته
چی سمسور لکه ګلشن شي ، که زه نه وم پروانه شته
داتیاره ګوټـونه ،نه وی هره خوا رڼا ،رڼا وي
هر وګتړی مو پتمن شي که زه نه وم پروانه شته
دتیري او تـجاوز لاسونه قطع شي ولس نه
نیست نابود مو میر څمن شي که زه نه وم پروانه شته
لوږ ه ، تنده ، بي کوري فقر او فساد شي دلته محوه
لوڅ ،لغړ مو پټ په تن شي که زه نه وم پروا نه شته
تـیره نـو کي اغـز ي مـو په ګلونو رابد ل شي
د کروړ د ښته او دامن شي که زه نه وام پر وانه شته
لوړ مقام د انسانیت ته په درنه سترګه کتل وي
ورک د جهل سور خوږ لن شي که زه نه وم پر وانه شته
عدالت ،علم او انصاف وي د ورورۍ ښکلي فضاوي
ګوزارونه په د ښمن شي که زه نه وم پروانه شته
د بلبلو له خولو واورمه د خلکو تراني بیا
چي « خزان » ورک له چمن شي که زه نه وم پروا نه شته
داغزو بستربشپړ شعر ولولئ
داغزو بستر
ملکی خزان
نـه ســـاقې شته نه رندان نه میخانې شته
نه محفل شته ، نه یاران ، نه پیمانې شته
نــــه شــــرابـــو کــــې نشې دې پاتې شوې
نه دسرو شونــــډو خیرات اونذرانی شته
پــــه مـــا لـــت کـې دظلمت اورونه بل دې
نه لیلا شته نــــه مــجـنـون نه فسانې شته
هر څه سوې دهجران پـــه ســـرو لمبو کې
نه ایرې شته نه یې نـوری نــــښانــــې شته
په وچ ډاګ کې داغزو په بستر پروت یم
نه بلبل شته نه ګـــلان نـــه تـــرانــــې شـته
نــــه ( خــزان ) دتیر وختونو په څیر پاتې
نـــه هـــغــسې دود دستور دزمانې شته
اسمانې کاڼېبشپړ شعر ولولئ
اسمانې کاڼې
ملکی خزان
چـــه درقــیــب را بـا ندی تور ولګید
په ټول صورت باندی مې اور ولګید
تورې لو خړې مې له خولې بهر شوې
دلـــوګـــیــدو مې هر لور شور ولګېد
اســمـــانــــې کـــاڼـــــې نا ببره وار شو
راغـی زمـــا دزړه پــــه کــــور ولـګید
لــــه ټــــکـــرونـــو مــې ســاتلو تندی
یــــو ځـــلــې بیا لکه شبکـور ولګید
مــــا (خزان ) نه کــړه له تقدیره ګیله
خو دغـــمــــو رابا ندی زور ولګید
خا موش جرسبشپړ شعر ولولئ
خا موش جرس
ملکی خزان
پــه نــیـــمه لا ره کې کاروان لوټ شو
زمونږ دژوند سازاو سامان لوټ شو
بـــڼ کې مو پاتی شول اغزې یوازې
کـارغــــان راوالوته ګلان لوټ شول
ظالم تو پان پــــه ما لت راغی زموږ
کــور د ګـــدا او د ســلطان لوټ شو
دقـــافـــلو رهبــر په خوب ویده شو
جرس خاموش شو افغا نان لوټ شو
حال ، استقبال مو شو بر باد ولسه
چې هم پیران هم مریدان لوټ شو
دجنون ازمونبشپړ شعر ولولئ
دجنون ازمون
ملکی خزان
ګلونو پسی لاړم په غمونو واوښتم
اغزو ټپې، ټپې کړم په درونو واوښتم
دبـــڼ په دروازه کی وې پیرې دغمازانو
له سـر ځینې شوم تیر په دیوالو نو واوښتم
ګل بوټې خواته کینا ستم په ډیرو امیدونو
مالې پر ما شکمن شو په ګواښونو واوښتم
غوټۍ مړاوی کتلې زه خواشینې تری راستون شوم
ازمون کې دجنون په سرو اورونو واوښتم
تـزویـره ځینی ډکه او غمجنه یارانه شوه
د میا او د ملا په تا ویزونو واوښتم
خـزان نه وم (خزانه ) داشنا مینې خزان کړم
پــــــه لار چـــــه ځـــــم ځـنـګیږم په سوچونو واوښتم
فطرې خاصهبشپړ شعر ولولئ
فطرې خاصه
ملکی خزان
بـــــورا چه مست شې په اغزو خیژې
پتنــــګ چه مست شې په لمبو خیژې
لــــه زاهـــــــدانــــو چه شې ماته تقوا
لار شې تری ورکــــــه په تو بو خیژې
ملا چه ښکل کړې بـــــلورېن اننګې
جوړ ترینه (جان) شې په تسبو خیژې
دښیښه ئې شونډو کـو ثر چه وڅښې
شیـــــخان له مخی په سجدو خیژې
دادغـــــــــــــټانو یو فطرې خاصه ده
حال چه بــــــــدل شې په وعدو خیژې
داقــــتدار مــــقــــام تــــه تلل لیونې
څوک په لنډو څوک په اوږدو خیژې
خـــواران چــــه وټـاکې خادم ځان لره
خــــادم دخــــــوارو پـــه اوږو خیژې
خــــــزانــــه نه شته ده پو ښتنه دلته
وړ چـــــه د دار وې په کمڅو خیژې
ترخه کیسهبشپړ شعر ولولئ
ترخه کیسه
ملکی خزان
دومره مې ترخه شوه د ژوندون کیسه
لـــــــکه څوچې زغمي د شبخون کیسه
زه چــــې خپـــــــل نصیب ته فکر وکړمه
هله شي رایــــــــــاده د مجنــــــون کیسه
سوو پرهارو تــــــــه چــــــې د زړه ګورم
خولې نه مې بهر شي دافـــسون کیسه
کله جفا کار اشـــــــنا بـــــــــاور کــــوي
کړم که ورته تېره د جـــــنـــــــون کیسه
ای بده قسمته پرتـــــا څــــــه وکــــړم؟!
هېره دې کړه مـــــــانـــه دازمون کیسه
توپاني مینهبشپړ شعر ولولئ
توپاني مینه
ملکی خزان
بار شولو په سر زمـــــــا غــــــم، غــــم، غـــم
سوی دې ځګر زمــــــــا غــــــــم، غـــم، غــــم
اوس مې نو ټپي ګــــوګـــــــل تــــــه وګورئ
څیرې که ټټر زمـــــــــا غـــــم، غـــــم، غـــــم
تاوې د هـــــــجران لمبـــــــې له مانه شوې
تور کــــړلــــــو بشر زما غم، غـــــــم،غـــــم
نور مې د ښه ژوند پــــــــــــوښتنه مه کوئ
حال کړلو ابـــــــــتر زمــــــــــا غم، غم ، غم
خود به د ښکاري په دام کــې ښکیل شمه
مــــات چـــــــې کړو وزر زما غم، غم، غم
مینه تورپــــــانـــــــي شوله "خـزانه! " نور
ژوند کړو پـــــه خطر زمـــــا غــم، غم، غم