د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

که زه نه وم پروانه شته

چی ودان د غه وطن شي ،که زه نه وم پروانه شته

چی سمسور لکه ګلشن شي ، که زه نه وم پروانه شته

داتیاره ګوټـونه ،نه وی هره خوا رڼا ،رڼا وي

هر وګتړی مو پتمن شي که زه نه وم پروانه شته

دتیري او تـجاوز لاسونه قطع شي ولس نه

نیست نابود مو میر څمن شي که زه نه وم پروانه شته

لوږ ه ، تنده ، بي کوري فقر او فساد شي دلته محوه

لوڅ ،لغړ مو پټ په تن شي که زه نه وم پروا نه شته

تـیره نـو کي اغـز ي مـو په ګلونو رابد ل شي

د کروړ د ښته او دامن شي که زه نه وام پر وانه شته

لوړ مقام د انسانیت ته په درنه سترګه کتل وي

ورک د جهل سور خوږ لن شي که زه نه وم پر وانه شته

عدالت ،علم او انصاف وي د ورورۍ ښکلي فضاوي

ګوزارونه په د ښمن شي که زه نه وم پروانه شته

د بلبلو له خولو واورمه د خلکو تراني بیا

چي  « خزان » ورک له چمن شي که زه نه وم پروا نه شته

د شاعر نور شعرونه ←