افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
توپاني مینه
بار شولو په سر زمـــــــا غــــــم، غــــم، غـــم
سوی دې ځګر زمــــــــا غــــــــم، غـــم، غــــم
اوس مې نو ټپي ګــــوګـــــــل تــــــه وګورئ
څیرې که ټټر زمـــــــــا غـــــم، غـــــم، غـــــم
تاوې د هـــــــجران لمبـــــــې له مانه شوې
تور کــــړلــــــو بشر زما غم، غـــــــم،غـــــم
نور مې د ښه ژوند پــــــــــــوښتنه مه کوئ
حال کړلو ابـــــــــتر زمــــــــــا غم، غم ، غم
خود به د ښکاري په دام کــې ښکیل شمه
مــــات چـــــــې کړو وزر زما غم، غم، غم
مینه تورپــــــانـــــــي شوله "خـزانه! " نور
ژوند کړو پـــــه خطر زمـــــا غــم، غم، غم