افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ترخه کیسه
دومره مې ترخه شوه د ژوندون کیسه
لـــــــکه څوچې زغمي د شبخون کیسه
زه چــــې خپـــــــل نصیب ته فکر وکړمه
هله شي رایــــــــــاده د مجنــــــون کیسه
سوو پرهارو تــــــــه چــــــې د زړه ګورم
خولې نه مې بهر شي دافـــسون کیسه
کله جفا کار اشـــــــنا بـــــــــاور کــــوي
کړم که ورته تېره د جـــــنـــــــون کیسه
ای بده قسمته پرتـــــا څــــــه وکــــړم؟!
هېره دې کړه مـــــــانـــه دازمون کیسه