افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
فطرې خاصه
بـــــورا چه مست شې په اغزو خیژې
پتنــــګ چه مست شې په لمبو خیژې
لــــه زاهـــــــدانــــو چه شې ماته تقوا
لار شې تری ورکــــــه په تو بو خیژې
ملا چه ښکل کړې بـــــلورېن اننګې
جوړ ترینه (جان) شې په تسبو خیژې
دښیښه ئې شونډو کـو ثر چه وڅښې
شیـــــخان له مخی په سجدو خیژې
دادغـــــــــــــټانو یو فطرې خاصه ده
حال چه بــــــــدل شې په وعدو خیژې
داقــــتدار مــــقــــام تــــه تلل لیونې
څوک په لنډو څوک په اوږدو خیژې
خـــواران چــــه وټـاکې خادم ځان لره
خــــادم دخــــــوارو پـــه اوږو خیژې
خــــــزانــــه نه شته ده پو ښتنه دلته
وړ چـــــه د دار وې په کمڅو خیژې