د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

دجنون ازمون

ګلونو پسی لاړم په غمونو واوښتم

اغزو ټپې، ټپې کړم په درونو واوښتم

دبـــڼ په دروازه کی وې پیرې دغمازانو

له سـر ځینې شوم تیر په دیوالو نو واوښتم

ګل بوټې خواته کینا ستم په ډیرو امیدونو

مالې پر ما شکمن شو په ګواښونو واوښتم

غوټۍ مړاوی کتلې زه خواشینې تری راستون شوم

ازمون کې دجنون په سرو اورونو واوښتم

تـزویـره ځینی ډکه او غمجنه یارانه شوه

د میا او د ملا په تا ویزونو واوښتم

خـزان نه وم (خزانه ) داشنا مینې خزان کړم

پــــــه لار چـــــه ځـــــم ځـنـګیږم په سوچونو واوښتم

د شاعر نور شعرونه ←