د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

داغزو بستر

نـه ســـاقې شته نه رندان نه میخانې شته

نه محفل شته ، نه یاران ، نه پیمانې شته 

 

نــــه شــــرابـــو کــــې نشې دې پاتې شوې

نه دسرو شونــــډو خیرات اونذرانی شته

 

پــــه مـــا لـــت کـې دظلمت اورونه بل دې

نه لیلا شته نــــه مــجـنـون نه فسانې شته

 

هر څه سوې دهجران پـــه ســـرو لمبو کې

نه ایرې شته نه یې نـوری نــــښانــــې شته

 

په وچ ډاګ کې داغزو په بستر پروت یم

نه بلبل شته نه ګـــلان نـــه تـــرانــــې شـته

 

نــــه ( خــزان ) دتیر وختونو په څیر پاتې

نـــه هـــغــسې دود دستور دزمانې شته

د شاعر نور شعرونه ←