د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغان او بریټانوي استازو د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو پر ښه کېدو خبرې وکړې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ریاست‌الوزراء دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع او د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د ویډیوکنفرانس له لارې د سیمې د روان وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې بحث کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو ستونزو د حل لارې او د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر ممکنه اقداماتو هم خبرې وشوې.

ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده. هغه ویلي، اسلامي امارت غواړي له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ پراخې کړي.

د ریاست‌الوزراء دفتر د عمومي رییس په وینا، افغانستان د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي او د اقتصادمحورې بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې د ستونزو سوله‌ییز حل ته ارزښت ورکوي. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانان د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.

ریچارډ لینډزي ویلي، بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.

د بریټانیا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، څو د خبرو او تفاهم له لارې د شته ستونزو د هواري زمینه برابره شي.