بدخشان کې د واورې ښویېدنې د سرو زرو کان دوه کارګر وژلي

د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ د ولسوالۍ په اندراب سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، هغه مهال یو شمېر کارګران د سرو زرو په یوه کان کې پر کار بوخت وو چې واوره پرې ښوېدلې ده.
په خپرو شویو معلوماتو کې د ټپیانو د روغتیايي حالت، د پېښې د نورو احتمالي زیانونو او د ژغورنې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.