د افغانستان له بندیزونو وروسته بهر ته تللې نجونې له نوو ښوونیزو خنډونو سره مخ دي

یو شمېر افغانې نجونې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د زده کړو د محدودیتونو له امله ایران او پاکستان ته تللې دي، وايي په دغو هېوادونو کې هم د قانوني اسنادو، ویزو او د کډوالو پر وړاندې د روانو سیاستونو له کبله له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې دي.
په تهران کې یوې افغانې نجلۍ، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، ویلي چې په افغانستان کې یې د طب زده کړې تر نیمایي رسولې وې، خو د بندیزونو له لګېدو وروسته له خپلې کورنۍ او خور سره ایران ته ولاړه. د نوموړې په خبره، د ویزې د مودې له پای ته رسېدو او د استوګنې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله هلته هم د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغې ویلي چې خور یې په افغانستان کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، خو په ایران کې د هڅو سربېره ښوونځي ته نه ده شامله شوې. نوموړې وايي، له درېیو یا څلورو کلونو راهیسې له زده کړو پاتې دي. بانو اعجازي، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې ایران ته تللې، هم وايي چې د لیسانس له سند سره سره د ویزې د ستونزې له امله د ماسټرۍ لپاره د ایران په پوهنتونونو کې نه ده منل شوې.
د ایران د چارواکو د څرګندونو له مخې، که د افغان ماشومانو مور او پلار معتبر د استوګنې اسناد ولري، د ماشومانو د اسنادو نیمګړتیا باید د زده کړو د دوام مخه ونه نیسي او اسناد د ښوونیز کال په جریان کې هم بشپړېدای شي. خو که ماشوم او والدین یې د هویت یا استوګنې هېڅ معتبر سند ونه لري، باید لومړی قانوني پړاوونه بشپړ کړي. د ایران د پوهنې وزارت هم د کډوالو له ادارو د معرفي لیک غوښتنه کوي.
د ایران د سرشمېرنې کارتونو د لغوه کېدو پرېکړې هم د افغان ماشومانو پر زده کړو اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مارچ له پرېکړې شاوخوا ۲،۶ میلیونه افغانان اغېزمن شوي، او د تهران د پوهنې ادارې ښوونځیو ته ویلي وو چې د سرشمېرنې پاڼې لرونکي افغان ماشومان د ۲۰۲۵ ــ ۲۰۲۶ ښوونیز کال لپاره ثبت نه کړي.
په پاکستان کې هم ورته ستونزې یادېږي. فرحناز احمدي، چې په افغانستان کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه، وايي د زده کړو د دوام لپاره له کورنۍ سره پاکستان ته تللې، خو ښوونځي ته نه ده شامله شوې او یوازې د انګلیسي ژبې په یوه کورس کې ګډون کوي. نوموړې وايي، د ویزې د نه تمدید او د نورو اسنادو د نشتوالي له امله په اسلاماباد او نورو ښارونو کې په ښکاره اوسېدل هم ورته ستونزمن دي.
د کډوالو نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پورې له پاکستانه ۲،۷۴ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې ۳۰۰ زره یې جبري ایستل شوي دي. د سرچینې په وینا، پاکستان د ډېرو افغانانو کارتونه لغوه کړي او د ځینو ویزې یې نه دي غځولې؛ که څه هم د پاکستان د چارواکو په وینا، قانوني ویزه، د استوګنې اسناد، د زېږون سند او شناخت کارت لرونکي افغانان د زده کړو حق لري.