په ننګرهار کې زیتون د وچکالۍ پر وړاندې د بزګرانو نوی انتخاب

د ننګرهار یو شمېر بزګران وايي، د زیتونو کښت ورته د اوبو د کمښت او پرلهپسې وچکالیو په شرایطو کې د کرنې یو مناسب بدیل برابر کړی دی. د دې ونو پراختیا د کلیوالو کورنیو د عاید لوړولو او د کرنې له اقلیمي بدلونونو سره د عیارولو لپاره هم مهمه بلل کېږي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سیدان عربي کلي بزګر عبدالله اورځلا شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د خپلې کورنۍ پر ځمکه د زیتونو لومړنی بڼ جوړ کړ. نوموړي وروسته د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نورې ونې کېنولې دي.
اورځلا ویلي، د اوبو محدودې سرچینې او له بدلېدونکي اقلیم سره د کرنې د برابرولو اړتیا هغه عوامل دي چې دی یې د زیتونو کښت ته هڅولی دی. د کرنې د کارپوهانو په وینا، د زیتونو ونې د وچکالۍ پر وړاندې نسبي مقاومت لري او د خاورې کیفیت ښه کولو، د ځمکې د تخریب د کمولو او د حاصلخېزۍ د ساتنې په برخه کې هم مرسته کولای شي.
د زیتونو راټولول په سیدان عربي کې د موسمي کار زمینه هم برابروي. د راپور له مخې، د کلي شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د حاصلاتو پر مهال زیتونونه په لاس ټولوي او بیا یې د تېلو تولید یوې ازمایښتي دستګاه ته لېږي. د دغې دستګاه د تولید مسوول صدیقالله افغان وايي، مېوه له راټولېدو وروسته ژر تر ژره د سوړ فشار له لارې پروسس کېږي، څو د تېلو کیفیت وساتل شي.
د اورځلا کرنیزو فعالیتونو د ننګرهار په دوو سیمو کې د ۱۶ دایمي کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د زیتونو تېل د کابل په هغو پلورنځیو کې چې عضوي محصولات پلوري، په هر کیلوګرام کې تر ۱۷ ډالرو پورې پلورل کېږي.
په افغانستان کې د زیتونو د تولید بهیر له ۱۹۶۰ کال راهیسې روان دی او ننګرهار د دې محصول له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د تېرو څو لسیزو جګړو د هېواد د زیتونو نږدې نیمایي کرنیزې سیمې زیانمنې کړې، خو په وروستیو کلونو کې د دې صنعت د بیا رغونې هڅې زیاتې شوې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې د زیتونو یوې دولتي پروسسکوونکې کارخونې ته نوي وسایل ورکړل شول. د یاد شرکت رییس اکبرمحمد هاشمي ویلي، کارخونې تېر کال شاوخوا ۱۳۵ زره لیټره تېل تولید کړي او اټکل کېږي چې سږ کال به یې تولید له ۱۴۳ زره څخه تر ۱۶۵ زره لیټرو پورې ورسېږي. د ده په وینا، ټول تولیدات اوس په کورني بازار کې پلورل کېږي، خو په راتلونکي کې نړیوالو بازارونو ته د صادراتو تمه شته.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم په افغانستان کې د زیتونو د ۳۸۱ هکټاره بڼونو له جوړولو ملاتړ کړی او دا محصول یې د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدار عاید سرچینه بللې ده. سره له دې، بانکي محدودیتونه او نړیوالو بازارونو ته کم لاسرسی لا هم د زیتونو د صادراتو پر وړاندې اساسي خنډونه دي.