په اوو ولایتونو کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو پلان تایید شو

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو کاري پلان تایید کړی دی.
د دغه پلان له مخې، ځانګړي اقتصادي زونونه به په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړېږي. په دې زونونو کې به د اقتصادي فعالیتونو لپاره ځانګړې ساحې او اړین خدمتونه برابرېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوې چې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ، د دغو زونونو لپاره مناسبه ځمکه مشخصه کړي.
د پلان له مخې، وزارت به په یادو سیمو کې د اړوندو سکټورونو فعالیتونه او اړتیا وړ خدمتونه هم معلوموي، څو د پانګونې لپاره لازم شرایط رامنځته شي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو موخه د نوې پانګونې جذب، د تولیدي فعالیتونو پراختیا او د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول ښودل شوي دي.
د دغو زونونو د جوړېدو د عملي بهیر د پیل او بشپړېدو په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.