په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه د سفارت او چارواکو خبرې

په کویټ کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دغه هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي خطیب د کویټ د بندیانو چارو ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په کویټ کې د افغان بندیانو پر وضعیت بحث شوی، خو د خبرو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
سفارت تر اوسه د دې ناستې د پایلو، د افغان بندیانو د شمېر او یا هم د هغوی د قضیو په اړه کوم اضافي معلومات نه دي خپاره کړي.