یوناما: د افغانستان د پاکې او ارزانه انرژۍ پروژې دې پراخې شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رباب فاطمې د پاکې، دوامدارې او ارزانه انرژۍ ته د هېواد د خلکو د لاسرسي د پراخولو لپاره د روانو هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.
نوموړې دغه څرګندونې د «۲۰۲۶ افغانستان د انرژۍ اوونۍ» د نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. دا نندارتون د «انرژۍ له لارې پراختیا» تر شعار لاندې جوړ شوی او د انرژۍ په برخه کې د بېلابېلو بنسټونو، شرکتونو او ادارو فعالیتونه پکې وړاندې شوي دي.
فاطمې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د نورو اړوندو ادارو هڅې وستایلې. د هغې په وینا، د دغو بنسټونو په همکارۍ پانګهوال، دولتي ادارې، مالي بنسټونه او پراختیايي شریکان په یوه ګډ نندارتون کې راټول شوي، څو د انرژۍ د برخې د پرمختګ لپاره عملي لارې وارزول شي.
د یوناما مشرې په پاکه او ارزانه انرژۍ کې د افغان ښځینه سوداګرو ګډون هم مهم وباله. هغې د هغو بنسټونو پراخ حضور هیلهبښونکی وباله چې د لمریزو برېښنایي تختو او نورو شنو ټکنالوژیو د وېش، تولید او جوړولو په برخو کې فعالیت کوي.
رباب فاطمې بامیان او جلالاباد ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشاره وویل، چې هلته یې د لمریزې برېښنا داسې پروژې لیدلې دي چې د دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له خوا د روغتیايي پروګرامونو، بازارونو او کرنې د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
هغې ټینګار کړی چې د دغو بریالیو نوښتونو پراختیا باید د انرژۍ د اوونۍ له مهمو موخو څخه وي. د نوموړې په خبره، د نندارتون ګډونوالو ته دا فرصت برابر شوی چې په افغانستان کې د انرژۍ د بریالیو پروژو د پراخولو لپاره مناسبې لارې ومومي.
د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ به په خپل ډول وروستۍ غونډه نه وي. هغې د پاکې او دوامدارې انرژۍ په برخه کې د افغانستان د موخو د پوره کېدو لپاره دوامداره همکاري اړینه وبلله.