په انتالیا کې د اقلیمي بدلونونو نړیواله غونډه؛ افغانستان د ملاتړ غوښتنې فرصت لري

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه (COP31) د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوې ده. په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي، پوهان، څېړونکي، سوداګر او د مدني ټولنې استازي ګډون کوي او ټاکل شوې چې د نومبر تر ۲۰مې دوام وکړي.
د غونډې اساسي موخه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د هېوادونو ګډ مسوولیت منل او د اقلیمي ژمنو په عملي او د اندازه کولو وړ اقداماتو بدلول بلل شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په پرانیستونکې وینا کې اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله.
ګوټرش له هېوادونو غوښتي چې د اقلیمي کړکېچ پر وړاندې بېړني ګامونه واخلي او د ګډو هڅو له لارې اقدام وکړي. د هغه په وینا، نړۍ نور د انتظار، اوږدو بحثونو او پر نورو د مسوولیت اچولو توان نه لري؛ بلکې د دې نړیوال ګواښ پر وړاندې باید د انسانانو د ژوند ساتنه لومړیتوب ولري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، انقره غواړي د COP31 پایلې یوازې تر سیاسي اعلامیو محدودې نه وي او پرېکړې یې په عملي اقداماتو بدلې شي. نوموړي زیاته کړې چې د غونډې په ترڅ کې څه باندې ۶۰۰ پروګرامونه او ناستې پلان شوي، چې د پاکې انرژۍ، کثافاتو مدیریت، اقلیمي تمویل او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو د جوړولو په اړه به حللارې وڅېړي.
اردوغان ټینګار کړی چې د غونډې د بریا معیار به د ژمنو او پرېکړو عملي کېدل وي، نه یوازې د اعلامیو خپرول. دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې نړۍ له اوږدمهالو وچکالیو، ویجاړوونکو سېلابونو، د تودوخې له لوړېدو او غیرمعمولي اورښتونو سره مخ ده.
افغانستان، سره له دې چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مخامخو زیانمنو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي. د افغانستان پلاوي ته هم د دې غونډې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، چې له لارې یې کابل کولای شي خپلې اقلیمي ستونزې مطرح او د نړیوالې ټولنې د لا ډېر ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو لومړنۍ غونډه په ۱۹۹۵ کال کې د جرمني په برلین کې جوړه شوې وه. له هغه وخت راهیسې دغه ناستې د اقلیمي تګلارو او چاپېریال ساتنې په اړه د نړیوالو پرېکړو له مهمو مرکزونو څخه بلل کېږي.