د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کونړ کې زلزله‌ځپلې کورنۍ د ژمي له یخنۍ اندېښمنې دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کونړ کې د تېر کال زلزلې زیانمنې شوې کورنۍ وايي، د ژمي له رارسېدو سره یې د ژوند ستونزې ډېرې شوې دي. دوی غوښتنه کوي چې د دایمي کورونو، پاکو اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې ورسره بېړنۍ مرسته وشي.

زلزله‌ځپلي وايي، د سرپناه د نشتون له امله یې اوړی په خېمو کې تېر کړی، خو اوس زړې او سوری شوې خېمې د باران او یخنۍ پر وړاندې خوندي نه دي. اخند جان، چې د زلزلې له زیانمنو کسانو څخه دی، وویل خېمې یې زړې شوې او د باران اوبه ترې دننه راڅڅېږي.

ضیاءالحق له مسوولانو وغوښتل چې د کونړ په لوړو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو، د سړکونو د بیارغونې او سرپناه ستونزو ته پاملرنه وکړي. د هغه په وینا، په دغو سیمو کې خلک لا هم په خېمو کې ژوند کوي او د خرابېدو له امله یې اړ دي چې په لنډو واټنونو کې خپلې خېمې بدلې کړي.

د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکی سلیم خان وايي، زلزلې یې کور ویجاړ کړی او دوه زامن یې، چې ۱۴ او ۱۶ کلن وو، له لاسه ورکړي دي. نوموړي وویل، له زلزلې وروسته د سیمې خلکو د خاورو له منځه د هغه د زامنو مړي را وایستل.

بل زلزله‌ځپلی، خواس خان، وايي هغه کورنۍ چې غړي یې په زلزله کې مړه یا ټپیان شوي، له خپلو سیمو راکډه شوې او اوس په خېمو کې ژوند کوي. نوموړي د دوی اوسنی ژوند له ګڼو ستونزو ډک وباله.

د کونړ سیمه‌ییز مسوولین وايي، ډېری زلزله‌ځپلې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي او پاتې کورنیو ته هم د لنډمهالو مېشت‌ځایونو پر ځای د جوړو شویو کورونو د وېش پلان لري. د زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې مسوول خیرمحمد فاروقي وویل، د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ تر اوسه ۱۵۰۰ کورونه جوړ شوي او د بیارغونې چارې لا هم روانې دي.

د نوموړي په وینا، هڅه کېږي چې ټولو زلزله‌ځپلو ته کورونه جوړ شي، څو په بېرته رغول شویو مېنو کې خپل دایمي ژوند پیل کړي؛ خو له سیمې څخه د کورنیو غوښتنې ښيي چې د ژمي تر رارسېدو مخکې لا هم د سرپناه او لومړنیو خدمتونو اړتیا جدي ده.